ډېووس۔22جنوری(اے پی پی) د جمهوریه آذربائیجان سټېټ آئل کمپنۍ سوکار د ورلډ اكنامك فورم كلنې غونډې په موقع د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب په مشرۍ كښې بزنس راؤنډ ټېبل كښې ګډون كولو سره اعلان كړے چې هغه به په راروانه مياشت كښې د پاكستان د تېل او ګاز څانګه كښې خپلې سرمايه كارۍ ته حتمي شكل وركړي۔ دا اعلان د سوكار صدر روشن نجف د خزانې وزير سره د …
د آذربائیجان کمپنۍ سوکار د پاكستان د تيل او ګاز څانګه كښی سرمايه كارۍ ته د حتمي شكل وركولو اعلان

مزید خبریں
ډېووس۔22جنوری(اے پی پی) د جمهوریه آذربائیجان سټېټ آئل کمپنۍ سوکار د ورلډ اكنامك فورم كلنې غونډې په موقع د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب په مشرۍ كښې بزنس راؤنډ ټېبل كښې ګډون كولو سره اعلان كړے چې هغه به په راروانه مياشت كښې د پاكستان د تېل او ګاز څانګه كښې خپلې سرمايه كارۍ ته حتمي شكل وركړي۔ دا اعلان د سوكار صدر روشن نجف د خزانې وزير سره د ملاقات په مهال وكړو۔ ده ووئيل سوكار پاكستان ته د يو قدرتي او تر ډېرې مودې د توان همكار په توګه ګوري كوم چې د توان زياتېدونكې طلب او په څانګه كښې روان اصلاحات سرمايه كارۍ لپاره په زړه پورې چاپېريال برابروي۔ د خزانې وزير د سوکار اعلان خوشبينه ګرځولو سره ووئيل د پاكستان حكومت د تېل ٬ ګاز او معدنيات په څانګو كښې ستراتيجيكي سرمايه كارۍ ته خصوصي اهميت وركوي ولې چې دا څانګې د توان تحفظ ٬ صنعتي پرمختګ او معاشي استحكام لپاره زياتې مهمې دي۔ ده ووئيل حكومت په داسې اصلاحات كار كوي چې ورسره تجارتی شفافیت، د لوظنامو سپيناوے او سرمايه كارانو لپاره غوره چاپېريال باوري كړے شي۔ روشن نجف ووئيل سوكار د ټرېډنګ د لارې په پاكستان كښې اېل اېن جی لمېټډ سره د جی ټو جی اېل این جی فریم ورک لاندې كار كوي۔ روشن نجف د سوكار په نړيوال كردار رڼا اچولو سره ووئيل دا د توان يوه لويه كمپني ده كومه چې په 20 هېوادونو كښې كار كوي۔ كومه چې 66 زره څخه زيات ملازمين لري۔ په كال 2024 كښې د دې آمدن نزدې 50.6 ارب امریکائي ډالر پاتې شو۔ ده ووئيل د يو رامخې ته كېدونكي معيشت د قامي توان كمپنۍ كېدو په حېث سوكاله پاكستان لپاره يو د باور وړ او د اوږدې مودې همكار جوړېدے شي۔په دې خبره اتفاق وكړے شو چې د سوكار سرمايه كارۍ ته حتمي شكل وركولو له به راروانو اونيو كښې نزدې رابطه په ځاے ساتلے شي كومه چې د پاكستان د معاشي اصلاحات او د توان څانګه كښې د زياتېدونكي نړيوال باور عكاسي كوي۔










