اسلام آباد۔22جنوری(اے پی پی)د پاكستان او بيلجيئم ترمينځه د دوه اړخيزه سياسي مشاروت څلورمه غونډه اسلام آباد كښې وشوه۔د خارجه دفتر وياند لخوا د زيارت په ورځ جاري شوي بيان له مخې د پاكستاني پلاوي مشري د خارجه وزارت يورپ لپاره ايډېشنل سېكرټري عائشه علي وكړه او د بليجيئم پلاوي مشري ډائرېكټر جنرل برګټ سټيونز وكړه۔ډلو دوه اړخيزه اړيكو كښې مثبت پېشرفت ستائېلو سره تجارت٬سرمايه كارۍ٬تعليم٬صحت څانګه او اولس سره …
د پاكستان او بيلجيئم ترمينځه د دوه اړخيزه سياسي مشاورت څلورم پراؤ اسلام آباد كښې وشو

مزید خبریں
اسلام آباد۔22جنوری(اے پی پی)د پاكستان او بيلجيئم ترمينځه د دوه اړخيزه سياسي مشاروت څلورمه غونډه اسلام آباد كښې وشوه۔د خارجه دفتر وياند لخوا د زيارت په ورځ جاري شوي بيان له مخې د پاكستاني پلاوي مشري د خارجه وزارت يورپ لپاره ايډېشنل سېكرټري عائشه علي وكړه او د بليجيئم پلاوي مشري ډائرېكټر جنرل برګټ سټيونز وكړه۔ډلو دوه اړخيزه اړيكو كښې مثبت پېشرفت ستائېلو سره تجارت٬سرمايه كارۍ٬تعليم٬صحت څانګه او اولس سره د اولس روابط پشمول بيلو څانګو كښې مرستې لا پراختيا له د عزم پخلے وكړو۔ د خارجه وزارت ايډېشنل سېكرټري پاكستان لپاره د جي ايس پي پلس سټيټس په پرله پسې ملاتړ د بيلجيئم حكومت مننه وكړه۔دغسې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم خبرې وشوې ۔ د ۔بيلجيئم پلاوي خارجه سېكرټري سره هم ملاقات وكړو ۔ډلو نزدې رابطې په ځاے ساتلو او د مشاورت راتلونكے پړاؤ ته اتفاق وكړو كوم به چې په كال 2027 كښې برسلز كښې كيږي۔










