د سعودي خارجه وزير سره ډیووس كښې د فرانسوي، برطانوي او مصري خارجه وزيرانو ملاقات

ډیووس ۔22جنوری (اے پي پي)د سعودي خارجه وزير شهزادہ فیصل بن فرحان سره د شورو په ورځ ډیووس كښې د فرانس، مصر، برطانیه او ایکواډر خارجه وزيرانو ملاقات وكړو ۔ د اردو نیوز تر مخه ورلډ اکنامک فورم 2026 په موقع د فرانس خارجه وزير جین نویل بیروټ سره ملاقات كښې په تازه سيمه ايز صورتحال، منطقه كښې په سلامتیا او د استحکام تر لاسه كولو په شريكو هلو ځلو …

ډیووس ۔22جنوری (اے پي پي)د سعودي خارجه وزير شهزادہ فیصل بن فرحان سره د شورو په ورځ ډیووس كښې د فرانس، مصر، برطانیه او ایکواډر خارجه وزيرانو ملاقات وكړو ۔ د اردو نیوز تر مخه ورلډ اکنامک فورم 2026 په موقع د فرانس خارجه وزير جین نویل بیروټ سره ملاقات كښې په تازه سيمه ايز صورتحال، منطقه كښې په سلامتیا او د استحکام تر لاسه كولو په شريكو هلو ځلو خبرې وشوې ۔ د مصر خارجه وزير ډاکټر بدر العطي سره ملاقات كښې د منطقې خطے په صورتحال او د شرېكې خوښې په چارو خبرې وكرې شوې۔ د برطاني خارجه وزير یویټ کوپر سره ملاقات كښې د سعودي عرب او برطانیه د اړيكو جاج واغستلے شو ، د منطقې د اوسني صورتحال او په دې اړه په مشترکه هڅو خبرې وشوې ۔په مهال سوئټزر لینډ كښې د سعودي سفیر عبدالرحمن الداود او د خارجه وزير صلاحكار محمد الیحیی هم موجود وو ۔د دې نه علاوہ د جمهوریه ایکواډور خارجه وزير ګیبریلا سومر فیلډ سره ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو د مضبوطولو لارو چارو د طريقو او د شرېكې خوښې په ګنو چارو هم خبره وشوه ۔ دواړو خارجه وزيرانو د اړيكو مضبوطولو او دا لا ښه كولو لپاره د حکومتونو تر مينځه د مرستې په يوه لوظ نامه لاس ليك هم وكړل۔

مزید خبریں