غزہ۔22جنوری (اے پی پی) په غزه كښې د زياتو بارانونو او سېلابي صورتحال له امله د وګړو او بې كوره شوو كسانو ستونزې څو چنده زياتې شوي دي٬ خېمې ډوبې او پاتې كچه كورونه ويجاړ شوي دي چې په نتيجه كښې يۍ د 4 ماشومانو په شمول 17 فلسطيني وګړي شهيدان شوي دي۔ د العربيه اردو له مخې په غزه كښې د شهري دفاع وياند محمود بصل وئيلي چې د …
غزه – د زياتې يخنۍ او ودانيو پريوتو له امله 17 فلسطيني وګړي شهيدان

مزید خبریں
غزہ۔22جنوری (اے پی پی) په غزه كښې د زياتو بارانونو او سېلابي صورتحال له امله د وګړو او بې كوره شوو كسانو ستونزې څو چنده زياتې شوي دي٬ خېمې ډوبې او پاتې كچه كورونه ويجاړ شوي دي چې په نتيجه كښې يۍ د 4 ماشومانو په شمول 17 فلسطيني وګړي شهيدان شوي دي۔ د العربيه اردو له مخې په غزه كښې د شهري دفاع وياند محمود بصل وئيلي چې د سختې يخنۍ او د ودانيو د پرېوتو له امله تر دې دمه 17 وګړي شهيدان شوي دي په كومو كښې چې 4 ماشومان هم شامل دي۔ ده زياته كړه چې 90 څخه زيات استوګنيزې ودانۍ په جزوي توګه اغېزمنې شوې دي او هغه څه وخت هم پرېوتې شي په كومو كښې چې د زرګونو په شمېر وګړو ژوند خطر سره مخ دے۔ ده ووئيل په غزه كښې نزدې 90 فیصده پناه ځايونه د سېلاب په اوبو كښی ډوب شوي دي۔ ده په ډاګه كړه چې په ځينې سيمو كښې د وګړو خېمې په اوبو كښې ډوبې شويدي چې په نتيجه كښې يۍ د زرګونو په شمېر كورنۍ خپلو عارضي پناه ځايونو څخه هم محروم شوي دي۔ ده ووئيل د خراب موسم پېل څخه تر دې دمه د شهري دفاع ډلو ته د وګړو لخوا مرستې لپاره 5000 څخه زيات كالونه ترلاسه شوي دي۔ وياند نړيوالې ورورولۍ څخه يو وارې بيا غوښتنه وكړه چې د وګړو فوري مرستې له دې فوري انتظامات وكړې شي۔ ده اړوندو ادارو او نړيوال تنظيمونو څخه غوښتنه وكړه چې هغوي دې په سمدستي توګه د بيا ودانۍ عمل پېل كړي او داسې محفوظ كورونه دې دې جوړ كړې شي كوم چې د انساني وقار او د ژوند د تحفظ ضمانت وركړے شي۔










