د ډونلډ ټرمپ په ملګرو ملتونو تنقيد٬ بورډ آف پيس په ممكنه توګه متبادل وګرځولے شو

واشنګټڼ۔ 21 جنوري (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ وئېلي دي ملګرو ملتونو له د خپلو پراخه صلاحيتونو له امله برقرار پاتي كېدل پكار دي خو زمه زمونږ د اړخه تجويز كړے بورډ آف پيس په سباون كښې د ملګرو ملتونو ځائے نيولے شي ۔ د شنهوا تر مخه په سپينه ماڼۍ كښې د خپلې دويمې صدارتي مودې په وړومبۍ سالګره پخپل اوږد او د نزدې دوو ساعتو …

واشنګټڼ۔ 21 جنوري (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ وئېلي دي ملګرو ملتونو له د خپلو پراخه صلاحيتونو له امله برقرار پاتي كېدل پكار دي خو زمه زمونږ د اړخه تجويز كړے بورډ آف پيس په سباون كښې د ملګرو ملتونو ځائے نيولے شي ۔ د شنهوا تر مخه په سپينه ماڼۍ كښې د خپلې دويمې صدارتي مودې په وړومبۍ سالګره پخپل اوږد او د نزدې دوو ساعتو خطاب كښې د امرېكې صدر څو وارې په ملګرو ملتونو د جنګونو په خاتمه كښې د ناكامۍ تور ولګولو۔ ۔هغه ووئېل هر څو چې ملګري ملتونه خپلې ذمه وارۍ په موثر ډول نه تر سره كوي ٬ خو د هغوي صلاحيتونه ډېر زيات دي ٬ ځكه دا جاري ساتل پكار دي۔ هغه ووئېل د ٬٬ بورډ آف پيس ٬٬ تصور په اېتدا كښې د امرېكې د اړخه جوړه 20 نكاتي منصوبه وه ٬ د كومې مقصد چې د اسرائيل او فلسطين شخړې خاتمه او د غزه بيا ودانۍ لپاره مرسته كول وو۔ خو د دې مجوزه بورډ د منشور په مسوده كښې د غزه ذكر شامل نه دے۔ د ڼريوالو راپورونو تر مخه نړيوالو لارښودو ته د لېږلو بلنو سره د منشور مسوده كښې ٬٬ بورډ آف پيس ٬٬ يوه پراخه او د امرېكې په قابو كښې پاتي كېدونكې ادارې په حېث وړاندې كرې شوې ده٬ د كومې مقصد چې په ګرده نړۍ كښې د شخړو او جنګونو حل لپاره كردار تر سره كول دي۔ دا كردار د لسيزو نه ملګري ملتونه تر سره كوي۔

مزید خبریں