ملګري ملتونه ۔21جنوری (اے پی پی) پاکستان په نړيواله كچه د اوبو كمي په اړه د ملګرو ملتونو په غونډه كښې وئيلې دي هند د كال 1960 سندھ طاس لوظنامه په يو اړخيزه توګه معطل كولو سره د پاكستان آبي سلامتيا او سيمه ايز استحكام لپاره غېر معمولي بحران پېدا كړے دے۔ دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عثمان جدون تېره ورځ د يو اېن يو …
هند اوبه د وسلې په توګه كاروي: په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دريځ

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔21جنوری (اے پی پی) پاکستان په نړيواله كچه د اوبو كمي په اړه د ملګرو ملتونو په غونډه كښې وئيلې دي هند د كال 1960 سندھ طاس لوظنامه په يو اړخيزه توګه معطل كولو سره د پاكستان آبي سلامتيا او سيمه ايز استحكام لپاره غېر معمولي بحران پېدا كړے دے۔ دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عثمان جدون تېره ورځ د يو اېن يو او په ملګرو ملتونو كښې د كاناډا مشن په مرسته راجوړه كړې مباحثې ته خطاب كښې وكړه۔ هغه ووئيل دا قدرتي عمل نه دے ٬ بلكې يو رياست په قصد سره اوبه د وسلې په توګه كاروي۔ پاکستانی استازي ووئيل د پاكستان دريځ ښكاره دے٬ دا لوظنامه په قانوني توګه اوس هم په برقرار ده او د دې د معطل كولو يا دې كښې د كوم ډول يو اړخيزه بدلون اجازه نه ده وركړې شوې۔ پاكستاني استازي ووئيل د پاكستان زرعي ضرورت لپاره 80 فیصده اوبه د اباسين د لارې ترلاسه كيږي او دا 240 ملین څخه د زياتو وګړو د ژوند او روزګار ذريعه ده۔ ده ووئيل په لسيزو محيط دا لوظنامه د اوبو عادلانه وېش او د باور وړ انتظام فرېم ورك وړاندې كوي۔ پاكستاني استازي ووئيل پاكستان له د خپل اړخه د پرله پسې منصوبه بندۍ ٬ سيلاب څخه د تحفظ ٬ د اوبه خور نظام بحالۍ ٬ په زمكه كښې د اوبو ودې او د ماحولياتي نظام بحالۍ دلارې آبي استحكام مضبوطوي په كومو كښې چی د’’لیونګ انډس‘‘ او ’’ریچارج پاکستان‘‘ په څير منصوبې شاملې دي۔ پاكستاني استازي په دې خبره زور راوړو چې د اوبو عدم تحفظ دې د يوې نړيوالې او منظمې خطرې په توګه تسليم كړې شي ٬ نړيوالو آبي قوانين ته دې مركزي حېثيت وركړے شي او دا خبره دې باوري كړې شي چې شوې لوظونه دې د كمزورو او د لاندې سيمو په حقيقي حفاظت كښې بدل كړے شي










