د وفاقي تعليم او تربيې وزير مملكت وجيهه قمر سره پاكستان كښې د قازقستان سفير وليدل٬تعليمي مرستې ته ودې وركولو ته اتفاق

اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي) د وفاقي تعليم او تربيې وزير مملكت وجيهه قمر سره پاكستان كښې د قازقستان سفير يرژان كستافين ليدلې دي چې پكښې تعليمي مرستې ته ودې وركولو ته اتفاق راغلے ۔په ملاقات كښې تعليمي پرمختګ لپاره په شريكو پوهو٬علمي تبادلو او اداره جاتي رابطو د لارې پاكستان كښې د تعليم معيار ښه كولو زور راوړلے شو۔ډلو د اختراعات٬د كار استعداد زياتولو او د نړيوال …

اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي) د وفاقي تعليم او تربيې وزير مملكت وجيهه قمر سره پاكستان كښې د قازقستان سفير يرژان كستافين ليدلې دي چې پكښې تعليمي مرستې ته ودې وركولو ته اتفاق راغلے ۔په ملاقات كښې تعليمي پرمختګ لپاره په شريكو پوهو٬علمي تبادلو او اداره جاتي رابطو د لارې پاكستان كښې د تعليم معيار ښه كولو زور راوړلے شو۔ډلو د اختراعات٬د كار استعداد زياتولو او د نړيوال تعليمي رابطو ودې لپاره د اوږدې مودې شراكت جوړولو د عزم پخلے وكړو ۔د خبرو اترو په مهال د پاكستان او قازقستان ترمينځه د تعليم په څانګه كښې د مجوزه مفاهمتي يادښت په پېشرفت او د قازقستان صدر د پاكستان راروانې دورې د چمتوالي نيولو هم جاج واخستو

مزید خبریں