د دفاع وزير خواجه آصف سره د ايران سفير ډاكټر رضا اميري وليدل٬د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه آصف سره د ايران سفير ډاكټر رضا اميري ملاقات كړے چې پكښې د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔د دفاع وزارت د اړخه جاري بيان له مخې دا ملاقات په ښه چاپېرچل كښې شوے چې پكښې د دواړو ګاونډي هېوادونو ترمينځه د ورورولۍ اړيكو عكاسي وشوه۔د ملاقات په مهال د دواړه اړخه د خېرسګالۍ جذبو تبادله وشوه …

اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه آصف سره د ايران سفير ډاكټر رضا اميري ملاقات كړے چې پكښې د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔د دفاع وزارت د اړخه جاري بيان له مخې دا ملاقات په ښه چاپېرچل كښې شوے چې پكښې د دواړو ګاونډي هېوادونو ترمينځه د ورورولۍ اړيكو عكاسي وشوه۔د ملاقات په مهال د دواړه اړخه د خېرسګالۍ جذبو تبادله وشوه او د شريك احترام٬شريكو اقدارو او د نزدې اولسي رابطو په بنياد دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو له د عزم پخلے وشو۔د دفاع وزير خواجه آصف په دې خبره زور راوړو چې د پاكستان او ايران اولس په خپلو كښې تاريخي او تهذيبي خپلولي لري۔پاكستان په هر سخت وخت كښې د خپل ايراني وروڼو سره ولاړ دے۔ده باور څرګند كړو چې د ايران قام د خپل استقامت په بنياد د ټولو چېلنجونو مخ نيوي صلاحيت لري۔د ايران سفير ډاكټر رضا اميري د پاكستان حكومت او اولس مننې كولو سره د پاكستاني قيادت د اړخه پرله پسې مرسته وستائېله

مزید خبریں