د خزانې وزير سينيټر محمد اورنګزيب د يو اے اي هم منصب سره وليدل

ډيووس 20 جنوري (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب د نهې په ورځ په ډيووس كښې د نړيوال اقتصادي فورم د كلنې غونډې په موقع د متحده عرب امارات د مالي چارو وزير مملكت محمد الحسيني سره ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال د دواړو اړخونو څخه د پاكستان او متحده عرب امارات ترمېنځه د جاري اقتصادي روابط جاج واخستلے شو او دوه اړخيزه٬ نزدې …

ډيووس 20 جنوري (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب د نهې په ورځ په ډيووس كښې د نړيوال اقتصادي فورم د كلنې غونډې په موقع د متحده عرب امارات د مالي چارو وزير مملكت محمد الحسيني سره ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال د دواړو اړخونو څخه د پاكستان او متحده عرب امارات ترمېنځه د جاري اقتصادي روابط جاج واخستلے شو او دوه اړخيزه٬ نزدې او د ګڼ اړخيزه اړيكو د لا قوي كولو په طريقو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د امارات وزير د پاكستان او آ ئي ايم ايف ترمېنځه په جاري پروګرام كښې پيشرفت څخه آګاهي ترلاسه كړه۔ سينيټر محمد اورنګزيب د يو اے اي وزير د آئي ايم ايف پروګرام تسلسل، ايكسټينډډ فنډ فيسلټي له مخې د روان او د كلائمټ ريزيلينس پروګرام د وړومبني جاج په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ ده د يو اے اي د پرله پسې ملاتړ مننې كولو سره ووئيل د دواړو هېوادونو اړيكې په خاص توګه د متحده عرب امارات صدر د پاكستان د اوسنۍ دورې نه وروستو لا مستحكمېږي۔ محمد الحسيني د دواړو هېوادونو د قيادت ترمېنځه د مضبوطو اړيكو ستائنې كولو سره په اولسي كچه د روابطو په اهميت زور رواړو كومې چې د دواړو هېوادونو د اوږدې مودې د شراكتدارۍ بنياد دے۔ وفاقي وزير د روانو ساختي اصلاحات، په خاص توګه د نجكارۍ په اقدامات كښې د پېشرفت څخه د يو اے اي وزير خبر كړو۔ د امارات وزير د كاركردګۍ او په مسابقت كښې بهترۍ لپاره د نجكاري په اهميت زور راوړو او د نجي څانګې شموليت، متحرك قيادت او سازګار آبادياتي عواملو د لارې يې د متحده عرب امارات د اقتصادي بدلون تجربو نه خپل هم منصب خبر كړو٬ د دواړو اړخونو څخه د پاكستان او متحده عرب امارات ترمېنځه اقتصادي مرستې لا ژورولو او په شريكه ګټه اډانه اقدامات زياتولو لپاره د عزم پخلے وشو

مزید خبریں