دبئۍ 20 جنوري (اے پي پي) په متحده عرب امارات كښې د پاكستان سفير شفقت علي خان د نهې په ورځ په قونصليټ جنرل آف پاكستان دبئۍ كښې د پاكستان بزنس كونسل دبئۍ يو پلاوي سره ليدلي دي ۔ د قونصليټ جنرل لخوا د جاري بيان له مخې د پلاوي مشري د پاكستان بزنس كونسل چيئرمين محمد شبير مرچنټ وكړه او په پلاوي كښې د مينجمنټ كميټۍ غړي كامران احمد …
يو اے اي كښې د پاكستان سفير شفقت علي خان د پاكستان بزنس كونسل دبئۍ پلاوي سره وليدل
دبئۍ 20 جنوري (اے پي پي) په متحده عرب امارات كښې د پاكستان سفير شفقت علي خان د نهې په ورځ په قونصليټ جنرل آف پاكستان دبئۍ كښې د پاكستان بزنس كونسل دبئۍ يو پلاوي سره ليدلي دي ۔ د قونصليټ جنرل لخوا د جاري بيان له مخې د پلاوي مشري د پاكستان بزنس كونسل چيئرمين محمد شبير مرچنټ وكړه او په پلاوي كښې د مينجمنټ كميټۍ غړي كامران احمد رياض، افتخار علي تتله، نور كريم آفريدي، سليم تاباني او محمد اقبال داٶد شامل وو۔ په ملاقات كښې د ټريډ اينډ انويسټمنټ قونصلر علي زېب خان او د قونصليټ نور افسران هم موجود وو












