اسلام آباد 20جنوری(اے پی پی)په منطقه كښې د آفتونو زيان كمولو لپاره سيمه ايزې مرستې ته ودې وركولو او د موسمياتي بدلونونو څخه د راپیدا شوو خطرو مقابلې لپاره موثر لائحه عمل جوړولو لپاره د اقتصادي مرستې تنظيم (اي سي او)10م وزارتي غونډه د جنورۍ په 21مه او 22مه اين ډي ايم اے هيډكوارټرز اسلام آباد كښې كيږي۔د پاكستان په كوربتوب كښې اعلٰی كچ غونډه كښې به د اي سي …
د پاكستان په كوربتوب كښې د اقتصادي مرستې تنظيم 10م وزارتي غونډه د جنورۍ په 21مه او 22مه نيټه اسلام آباد كښې كيږي

مزید خبریں
اسلام آباد 20جنوری(اے پی پی)په منطقه كښې د آفتونو زيان كمولو لپاره سيمه ايزې مرستې ته ودې وركولو او د موسمياتي بدلونونو څخه د راپیدا شوو خطرو مقابلې لپاره موثر لائحه عمل جوړولو لپاره د اقتصادي مرستې تنظيم (اي سي او)10م وزارتي غونډه د جنورۍ په 21مه او 22مه اين ډي ايم اے هيډكوارټرز اسلام آباد كښې كيږي۔د پاكستان په كوربتوب كښې اعلٰی كچ غونډه كښې به د اي سي او غړي هيوادونه او وزيران او سينئر چارواكي ګډون كوي چې پكښې به پاكستان ٬تركيه٬ايران٬آذربائيجان٬مينځنۍ آسيا هېوادونه او افغانستان پلاوي شامل وي۔د غونډې مقصد په منطقه كښې د آفتونو مخ نيوي لپاره سيمه ايزې مرستې ته وده وركول او موسمياتي بدلونونو څخه د پیدا شوو خطرو مقابلې لپاره موثر لائحه عمل جوړول دي۔په غونډه كښې به د غړو هېوادونو ترمينځه د موسمياتي خطرو مخ نيوي لپاره د شريك او جامع حكمت عملۍ په ترتيبولو غور كولې شي۔د وزارتي غونډې څخه وړاندې به د هائي ليول وركنګ ګروپ غونډه كيږي او مركزي وزارتي غونډه به د جنورۍ په 22مه نيټه كيږي چې پكښې په مجوزه اسلام آباد ډيكلريشن غور او د دې منظوري متوقع ده۔پاكستان په وړومبي ځل د آفتونو مخ نيوي اړه اي سي او وزارتي غونډې كوربتوب كوي كوي كوم چې په منطقه كښې ډيزاسټر منيجمنټ په څانګه كښې د پاكستان قائدانه كردار او په سيمه ايز كچه د فعاله هڅو عكاسي كوي۔پاكستان اي سي او منطقه كښې د آفتونو مخ نيوي لپاره شريك٬موثر او د تل پاتي حكمت عملۍ ودې لپاره عزم لري۔











