د څلورو واړو صوبو پرمختګ سره به پاكستان مخ په وړاندې لاړ شي٬ په خيبر پښتونخوا كښې په ترهګرۍ قابو موندلو له مو 800 اربه روپۍ وركړي ٬ د وزيراعظم شهباز شريف په قامي وركشاپ كښې د خيبر پښتونخوا ګډون كوونكو ته خطاب

اسلام آباد۔20جنوری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د دروغو او پراپېګنډې په بنياد د ځوانانو ګمراه كول بدمرغي ګرځولو سره وئيلي دي ځينې صوبو اېن اېف سي كښې ترلاسه شوو وسائلو څخه ګټه پورته كولو سره مكمل ترقي كړې خو په خېبر پښتونخوا كښې دا نه ښكاري٬ د څلورو واړو صوبو پرمختګ سره به پاكستان مخ په وړاندې لاړ شي٬ په سوشل ميډيا د شهيدانو د قربانيو سپكاوي سره د …

اسلام آباد۔20جنوری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د دروغو او پراپېګنډې په بنياد د ځوانانو ګمراه كول بدمرغي ګرځولو سره وئيلي دي ځينې صوبو اېن اېف سي كښې ترلاسه شوو وسائلو څخه ګټه پورته كولو سره مكمل ترقي كړې خو په خېبر پښتونخوا كښې دا نه ښكاري٬ د څلورو واړو صوبو پرمختګ سره به پاكستان مخ په وړاندې لاړ شي٬ په سوشل ميډيا د شهيدانو د قربانيو سپكاوي سره د پولې پورې دښمن غږ سره غږ ګډول دي٬ خېبر پښتونخوا ته په ترهګرۍ قابو موندلو له مو 800 اربه روپۍ وركړې٬ د ترهګرۍ تر ختمولو به قام په آرام نه كېنې ٬ د افغانستان عبوري حكومت زمونږ يوه خبره نه اوري٬ مونږ ورته سبق ښودلے اوس به هغوي له دا پرېكړه كول وي چې د يو سوله ايز ګاونډي په توګه پاتې كېدل دي يا نه۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په قامي وركشاپ كښې د خېبر پښتونخوا ګډون كوونكو ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقع نائب وزيراعظم سېنېټر اسحاق ډار٬ وفاقي وزيران خواجه آصف ٬ عطاﺀ الله تارړ او نور هم موجود وو۔ وزيراعظم خېبر پښتونخوا د پاكستان يوه زياته مهمه او ستراتيجيكي صوبه ګرځولو سره د خېبر پښتونخوا د اولس غېرت او مړانه وستائېله۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا اولس د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې بې مثاله قربانۍ وركړې دي۔ ده ووئيل د افغان جنګ په نتيجه كښې چې څخه شوي هغه د تاريخ برخه ده او د ټولو مخې ته ده۔ 40 لکه افغان كډوالو د خېبر پښتونخوا او د پاكستان د نورو صوبو اولس د هغوي په مېلمستيا كښې هېڅ كمے ونكړو۔ د مسلمان او ګاونډي په حېث دا زمونږ فرض وو خو د دې په نتيجه كښې پاكستان ته كلاشنكوف كلتور راغلو او په ګرد هېواد كښې ترهګرۍ سر پورته كړو په كومه كښې چې په زرګونو كسان شهيدان شول٬ ده ووئېل خېبر پښتونخوا په دې جنګ كښې په فرنټ لائن پاتې شوې ده ٬ د سياستمدارو ٬ ډاكټرانو ٬ انجينئرانو ٬ پاك پوځ ٬ پوليس او قانون نافذ كوونكو ادارو په شمول د ژوند هرې څانګې سره تعلق لرونكو وګړو او عامو وګړو خپل ځانونه قربان كړل چې په نتيجه كښې يۍ په كال 2018 كښې ترهګري ختمه شوه۔ ده وئوېل د اے پي اېس پېښې څخه وروستو سياسي حكومت پرېكړه وكړه چې اوس په ښه او بد طالبان كښې هېڅ فرق نه دے پاتې شوے۔ د يو لك ځوانانو ٬ افسرانو او عامو وګړو قربانيو په نتيجه كښې ترهګري ختمه شوه خو دې ناسور د كال 2018 څخه وروستو يو وارې بيا سر ولې پورته كړو؟۔ دا هغه پوښتنه ده د كومې ځواب چې هر چا ته معلوم دے۔ دا يوه لويه تېروتنه وه٬ سوات څخه د سوونو په شمېر ترهګر خوشې كړے شول او افغانستان څخه د زرګونو په شمېر بېرته راوستلے شول ۔ له دغې كبله ترهګري بيا پېل شوه كومې چې د هېواد پرمختګ او سوكالي په نخښه كړه۔ ده وئوېل هر ورځ چرته نه چرته كومه پېښه رامخې ته كيږي په كومه كښې چی زمونږ كوم مېړنے فرزند خپلو كوچنيانو ته د خداے په امان وئيلو سره ډكر ته ځي او د ترهګرو مقابله كولو سره د شهادت درجه ترلاسه كوي٬ د خپلو كوچنيانو په يتيم كولو د قام كوچنيان له يتيمېدو څخه ساتي٬ دې څخه زياته لويه قرباني څه كېدې شي؟ د دې چې څومره هم احترام وكړے شي لږه ده۔ خو په سوشل ميډيا د دې سپكاوې كولې شي او د پولې پورې غاړه دښمنانو سره غږ ګډولې شي۔ وزیراعظم ووئيل اوس وخت راغلے دے چې مونږ د صورتحال او طرزعمل جاج واخلو۔ ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې د ټولو بريد كوؤنكو خارجيانو تر ختمولو به قوم په آرام نه كېنې ۔ وزیراعظم ووئيل په كال 2010 كښې اېن اېف سي ايوارډ كښې پنجاب وړاندوالے وكړو او ټولو صوبو په ګډه خپلې برخې څخه يو فيصد خېبر پښتونخوا ته د ترهګرۍ مقابلې لپاره د وركولو پرېكړه وكړه۔ په 15 كلونو كښې 800 اربه روپۍ خېبر پښتونخوا ته په ترهګرۍ قابو موندلو له وركړې شوي او نن هم دا لړۍ روانه ده٬ بلوچستان لپاره هم پنجاب له خپلې برخې څخه زيات وسائل وركړل او بلوچستان لپاره 100 فيصده اضافه وكړې شوه٬ دا كوم احسان نه دے كه پنجاب پرمختګ كوي او باقي نه نو دا د پاكستان پرمختګ نه دے۔ ده ووئېل د حكومت ايمان دے چې څلور واړه صوبې پرمختګ كوي نو پاكستان به پرمختګ كوي۔ د بلوچستان 850 کلومیټر خونړي سړك لپاره مو 400 اربه روپۍ بېلې كړې دي ۔ د بلوچستان كرونده ګرو ته سولر پېنل وركولو له د 75 روپو په منصوبه كښې به 50 اربه روپۍ وفاق وركړې۔ په آزاد كشمير ٬ ګلګت بلتستان كښې د دانش سكولو جال خپرولې شي٬ زده كوونكو ته په مېرټ لېپ ټاپس او وظيفې وركولې شي او دې لپاره فنډ جوړ كړے شوے ۔ ده ووئېل يو زر زرعي ګرېجوېټس د كركيلې اعلی تعليم او تربيې لپاره د چين اعلی پوهنتونونو او ادارو ته لېږلې شوي ۔ وزیراعظم ووئيل د خېبر پښتونخوا اولس په كال 1947 كښې د پاكستان په حق كښې ووټ وكارولو او قائداعظم سره يو برابر اودرېدل۔ د كال 1971 په جنګ كښې مو په رضاكارانه توګه افغانستان سره ټرانزټ ټرېډ بند كرو۔ ده ووئيل خېبر پښتونخوا له پاك پروردګار د معدنيات دولت وركړے دے۔ دا وسائل بايد د خېبر پښتونوا او د پاكستان اولس په خېر ښېګړې مصرف كړې شوې وو خو كه باقي صوبو سره د خېبر پښتونخوا د لس كلنې كاركردګۍ موازه وكړې شي نو هر څه به په ډاګه شي۔ وزيراعظم ووئيل په 6 مئي هند په پاكستان بريد كولو سره 53 بې ګناه پاكستاني وګړي شهيدان كړل۔ پاكستان د دغې په ځواب كښې سخته كارروائي كولو سره د دښمن 7 جنګي الوتكې نسكورې كړې٬ فيلډ مارشل د سيد عاصم منېر په مشرۍ كښې دښمن ته هغه سبق وښودلو كوم چې مثال نه لري او دښمن به دا ياد ساتي۔ وزيراعظم ووئيل په معركه حق كښې له بريا څخه وروستو اوس ګرين پاسپورټ ته په ګرده نړۍ كښې د عزت په نظر كتلے شي۔ ده ووئيل په هېواد كښی معاشي استحكام راغلے دے٬ اوس تلپاتي پرمختګ لپاره اقدامات كوو۔ هغه وخت لرے نه دے چې مونږ به د خوارۍ ٬ امانت ٬ ديانت او ټيم ورك د لارې پاكستان ته په نړۍ كښې لا لاسه وركړے مقام بېرته وركړؤ۔افغانستان سره د اړيكو په اړه د يوې پوښتني په ځواب وزیراعظم ووئيل افغانستان ګاونډي هېواد دے او مونږ يو بل سره تړلي يو، د افغانستان د تير وخت او اوسني وخت حکومتونو زمونږ د كوربتوب قدر ونه كړو ،د ورورولۍ په ځواب كښې د ورورولۍ مظاهرہ نه ده شوې او څه ډول چې افغانستان ځواب وركړے هغه د افسوس وړ دے، ده ووئېل افغانستان څخه د پاکستان په ضد ترهه ګري كيږي، دوحه او چین كښې د افغان عبوري حکومت سره خبري اتري شوي ، په هغوي د ټي ټي پي ، بی ایل اے پشمول د هند په مرسته كوونكو پراکسیز کارروائیو په مخنيوي زور راوړلے شوے خو هغوي څه مثبت ځواب نه دې وركړے او زموڼږ يې يوه هم نه ده منلي، بيا مونږ هغوي ته سبق وښودلو،هغوي مونږ مجبور کړی وو چې ټرانزټ ټريډ بند كړو، ده ووئېل مونږ د انسانی همدردۍ په بنياد داروګان او ضروری سامان نه دې اسيار كړے ،اوس دا په افغان عبوري حکومت ده چې د امناكه ګاونډي په توګه پاتي كيږي كه نه ؟ ۔د خېبر پښتونخوا حکومت سره د اړيكو په اړه د پوښتني په ځواب وزیراعظم ووئيل وفاق او خېبرپښتونخوا كښې د سرد جنګ تاثر سم نه دے،ما سهیل آفریدی ته د وزیراعلیٰ جوړيدو نه پس په سمدستي توګه په ټېبلې فون هغه له مباركي وركړه او هغه لپاره مو د نيكو هيلو څرګندونه وكړه خو هغه مثبت ځواب نه دې راكړے، ده ووئېل چترال كښې د دانش سکول د بنياد تيګي اېښودلو په موقع ما يو ځل بيا د ناستې او خبرو بلنه وركړې خو د بده مرغه د دروغو او پراپیګنډې په بنیاد د ځوانانو ذهنونه خراب كړې شوي۔ وزیراعظم ووئيل د خېبرپښتونخوا پشمول د څلورو واړو صوبو ځوانانو له د روزګار موقعې وركوو،دې لپاره بېل پروګرامونه پېل شوي۔د يوې پوښتني په ځواب وزیراعظم ووئيل څو ورځي وړاندې د وزیراعظم صحت پروګرام بيا اجراء شوې،دغه پروګرام 2016 كښې پخواني وزیراعظم نواز شریف پېل كړے ؤ،د دغه پروګرام ترمخه وفاقی پايه تخت،ګلګت بلتستان او آزاد کشمیر اولس له د ويړيا درملني لپاره 40 اربه روپۍ به وركولې شي

مزید خبریں