د پاکستان د نوموړي سرجن او د اېس آئي يو ټي كراچۍ د يورولوجي څانګې مشر ډاکټر مرلي دھر د کتاب “صحت ټولو لپاره” مخ كتنه

کراچۍ 20 جنوري (اے پي پي) د پاکستان د نوموړي سرجن او د اېس آئي يو ټي كراچۍ د يورولوجي څانګې مشر ډاکټر مرلي دھر د کتاب "صحت ټولو لپاره" مخ كتنې دستوره وشوه ٬ د كراچۍ په پرېس كلب كښې دستوره د نورالهدي شاه په مشرۍ كښې شوې چې پكښې ډاکټر وسعت الله خان، ډاکټر توصيف احمد خان، ډاکټر جبار احمد خان، ډاکټر رياض شيخ، سينئر خبريال سهيل سانګي، …

کراچۍ 20 جنوري (اے پي پي) د پاکستان د نوموړي سرجن او د اېس آئي يو ټي كراچۍ د يورولوجي څانګې مشر ډاکټر مرلي دھر د کتاب “صحت ټولو لپاره” مخ كتنې دستوره وشوه ٬ د كراچۍ په پرېس كلب كښې دستوره د نورالهدي شاه په مشرۍ كښې شوې چې پكښې ډاکټر وسعت الله خان، ډاکټر توصيف احمد خان، ډاکټر جبار احمد خان، ډاکټر رياض شيخ، سينئر خبريال سهيل سانګي، ډاکټر پشپا او کمليشور لوهانه وېنا وكړه۔ دستورې ته د وېنا په مهال نورالهديٰ شاه ووئيل ډاكټران فرشته صفت وي او چې په ښه ماحول كښې پاتې شي نو نور ښه انسان جوړ شي٬ ده په صوبه كښې د تعليم او صحت په څانګو كښې د هندو كميونټۍ د كردار ستائنه هم وكړه۔ ه دې موقع ډاکټر جبار خټک ٬ډاکټر پلوشه او نورو هم وېنا وكړه۔ ډاكټر پلوشه ووئيل دا سفر آسان نه ٶ خو ناممكن هم نه ٶ٬ زه او مرلي يو ځاے په سفر وتي وٶ٬ لاره سخته وه خو آخر كتاب بشپړ شو٬ كوم چې په مهمو معلومات مشتمل او هر چا لپاره ګټور دے۔ په دې موقع ډاکټر کمليشور ووئيل كتاب د هره سوچ عملي مثال دے چرته چې طب يوازې تر درملنې محدود نه بلكې د آزاد شعور او د انساني همدردۍ ذريعه هم جوړېږي۔ ده ووئيل د يورولوجي په څېر په حساس څانګه اولس لپاره ليكل نه يوازې علمي بلكې اخلاقي ذمه واري هم ده٬ دا ډول تحريونه د رنځورانو يره كموي۔ د كتاب مصنف ډاکټر مرلي دھر ووئيل تر اوسه درست معلومات رسول زما وړومبۍ ذمه واري ده چې لپاره يې زه په يوټيوب مختصر معلوماتي وېډيوز هم جوړوم چې ورسره د خلقو اګاهي زياتېږي۔

مزید خبریں