لاهور 20 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطا الله تارړ وئيلي دي ترهګرو لپاره هر ډول نرم اړخ د هېواد د مفادات په ضد دے، پي ټي آئي په هېواد كښې د انتشار سياست او ناوړه كلتور ته وده وركړې، د ټي ټي پي خاتمه به باوري كوٶ٬ د قامي بيانيه په ضد شر انګيزي خپروٶنكي به قانون سره مخ كولې شي، په معرکه حق …
د قامي بيانيه په ضد شر انګيزي خپروٶنكي به قانون سره مخ كولې شي٬ ترهګرو لپاره هر ډول نرمي د هېواد د مفادات په ضد ده۔ وفاقي وزير عطا الله تارړ
لاهور 20 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطا الله تارړ وئيلي دي ترهګرو لپاره هر ډول نرم اړخ د هېواد د مفادات په ضد دے، پي ټي آئي په هېواد كښې د انتشار سياست او ناوړه كلتور ته وده وركړې، د ټي ټي پي خاتمه به باوري كوٶ٬ د قامي بيانيه په ضد شر انګيزي خپروٶنكي به قانون سره مخ كولې شي، په معرکه حق كښې په بريا هند اوس هم خپل زخمونه څټي٬ د هېواد سلامتيا لپاره پاك پوځ د قربانيو نوې داستانونه رقم كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده پاکستان فيډرل يونين آف کالمسټ اينډ کري ايټرز (پي اېف يو سي) عهديدارو سوګند پورته كولو دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع نوموړے اينکر پرسن سهيل وړائچ، خبريال عبدالمجيد ساجد، تجزيه نګار نجم ولي خان، د پي اېف يو سي چيئرمېن فرخ شهباز، مرکزي صدر فريد رزاقي، سيکرټري جنرل محمد وقار اسلم، سينئر نائب صدر محمد علي،عمر جنجوعه اسلام آباد چيپټر، د تنظيمي چارو نائب صدر اظهر تھراج، مرکزي سيکرټري اطلاعات سعديه خالد، نائب صدر آر اينډ ډي ډاکټر شهباز عباسي، د مركزي صدر وياند نديم مشتاق ميو، د وويمن ونګ صدر مهوش فضل جټ، جوائنټ سيکرټري روزينه فيصل، د پنجاب صدر رضوان الله خان، د سندھ صدر اختر ايوب خان،د آزاد کشمير صدر ډاکټر عثمان غني، د خېبر پښتونخوا صدر عالم زيب وزير، د بلوچستان صدر زردار کاکړ پشمول نور نمائندګان هم موجود وو۔ وفاقي وزير عطا الله تارړ ووئيل په تولنه كښې د خبريالانو كردار د جمهوري عمل په قوي كولو كښې د ملاتير حېثيت لري٬ حکومت د خبريالانو مسئلو د حل عزم لري او د دوي د روزګار تحفظ باوري كولو لپاره به ټول وسائل كارولې شي۔ ده ووئيل حکومت د اظهار رائے په آزادۍ باور لري ځكه چې كه په ټولنه كښې اختلاف رائے نه وي، ھغه ټولنه پخپله زوال پلو ځي، خو د اظهار رائے آزادۍ په شا د هېواد سلامتيا خطر سره د مخ كولو هېچرې اجازه نشي وركړې كېدې۔ وفاقي وزير ووئيل د اظهارِ رائے آزادۍ سره ذمه واري، اخلاقيات او د وظيفائي اقدارو پالل ضروري دي ځكه چې بې واګو ډيجيټل پليټ فارمز د معاشرتي انتشار او ګمراهۍ بيانيه ته وده وركولې شي٬ د ډيجيټل ميډيا په حواله د پاليسي سازي په ضرورت زور راوړلو سره وفاقي وزير ووئيل حکومت د جديد صحافت ودې لپاره د ميډيا ادارو سره په ګډه خبريالانو ته د نړيوالې كچې تربيې او سکالرشپس وركولو اراده لري۔ ده ووئيل اختلافِ رائے د هر جهموري ټولنې بنياد وي او كه تنقيد د اصلاح په نيت وي نو دا د زړه د كومي قبولول پكار دې۔ عطا ءالله تارړ ووئيل د ډيجيټل ميډيا تند رفتاره ترقۍ باوجود دې لپاره واضحه اداره جاتي ډھانچه يا تحفظاتي نظام موجود نه دے، چې په سبب يې صحافت او د غېر ذمه واره موادو ترمېنځه فرق ختمېږي۔ ده ووئيل هر كس چې موبائل فون لري ځان خبريال يا تجزيه کار ګڼي، چې په سبب ئې وظيفائي صحافت ته زيان رسي۔ وفاقي وزير د پيکا قانون له مخې د مجوزه ريګوليټري ادارو جوړولو په اړه ووئيل ټولو اړوندو ډلو سره د مشاورت نه وروستو به د عمل وړ او متوازن نظام وضع كولې شي۔ ده واضحه كړه چې د اطلاعات وزارتِ مقصد صحافت ته وده وركول دي ٬ دې لپاره نه چې په اظهارِ رائے قدغن ولګولے شي۔ ده ووئيل د سياسي اختلافات حل تصادم نه بلكې خبرې اتري دي او ھغه خپل ذات٬ ګوند او په قيادت د كېدونكې تعميري تنقيد برداشت كولو حوصله لري٬ د ډيجيټل خبريالانو له روزګار او د تحفظ په حواله وفاقي وزير عطاء الله تارړ ووئيل آن لائن ميډيا سره تړون لرونكو لپاره هر ډول قانوني تحفظ موجود نه دے چې په سبب يې يو شمېر خبريالان بې روزګاره شوي۔ ده ووئيل حكومت دا ډول ځپلو خبريالانو لپاره د روزګار موقعې وركړې دي او د ډيجيټل يونين جوړولو به ملاتړ هم كولې شي۔ وفاقي وزير د ډيجيټل کانټينټ کريئيټرز د ټېكس په اړه خپلو خبرو كښې ووئيل لكه څنګه چې يو تنخوا دار طبقه ټېكس وركوي دغسې آن لائن پليټ فارمز څخه آمدن ترلاسه كولو لپاره له به هم قامي ذمه واري پالل وي۔ ده حق رسېليو خبريالانو او اديبانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د قلم خاوندان د خپلو خيالاتو او ليكونو د لارې تل ژوندي وي او د موجوده ليكوالو او كالم نګارو قدر كول د وخت مهم ضروت دے٬ د ميډيا ادارو په مالي مسائلو خپلو خبرو كښې ده ووئيل د وزارت سنبهالولو نه وړاندې په يوه اوونۍ كښې نزدې د يو نيم ارب روپو بقايات كليئر كړے شوي۔ ده په ميډيا مالکانو زور راوړو چې د ادائيګو ګټه نېغ په نېغه خبريالانو او ميډيا وركرز ته رسېدل پكار ده ۔ عطا الله تارړ د خبريالانو او کريئيټرز لپاره د تربيي پروګرامز، اسکالرشپس او د تحقيقي موقعو رسنې په اړه ووئيل دا اقدامات به د ملګرو ملتونو پرمختيائي پروګرام (UNDP) او د انسټيټيوټ آف بزنس ايډمنسټريشن (IBA) کراچۍ په مرسته كولې شي۔ ده ووئيل د ګوند قائد محمد نواز شريف او وزيراعظم محمد شهباز شريف تل په سياست كښې روادارۍ ته وده وركړې٬ كله چې مونږ حكومت سنبهال كړو نو د هېواد په مفادات كښې مو مفاهمت ته پام لرنه وكړه، د انتخابي كمپائن په مهال چې كله د پي ټي آئي باني د سټېج نه وغورځېدو او ژوبل شو نو زمونږ مشران د ھغه تپوس لپاره انتخابي كمپائن پرېښودو سره روغتون ته لاړل او د روادارۍ سياست ته يې وده وركړه او پي ټي آئي په هېواد كښې كركې٬ زيړو او د انتشار سياست ته وده وركړه ، د پي ټي آئي سوچ محدود او رويه د افسوس وړ ده٬ د سياسي اختلاف په شا په مېرمنو پسې خبرې كول د دوي طريقه كار دے او دا طرز عمل په يوه مهذبه ټولنه كښې نشي قبلېدے، ده ووئېل په خېبر پښتونخوا كښې د پي ټي آئي کارکردګي صفر ده، د صوبې د اولس د تپوس څوك نشته، د صوبې وزيراعلي چغې وهي چې د باني پي ټي آئي په عشق كښې به ووژلے شم٬ په دې مونږ له خندا راځي، په صوبه كښې د دوي كاركردګي صفر ده، صحت، تعليم، انفراسټرکچر او د نورو څانګو حالت خراب دے٬ كه وپوښتلے شي چې په اولسي څانګو كښې څه اصلاحات شوي٬ نو دوي ځواب نه لري٬ حال دا دے چې د دوي وزير قدرې د صوبې په روغتونونو كښې خپل علاج نه كوي، پي کے اېل آئي او د کارډيالوجي پشمول د پنجاب په نورو روغتونونو كښې زياتره رنځوران د خېبر پښتونخوا نه راغلي وي۔ ده ووئيل د صوبې په يو شمېر پوهنتونونو كښې عمله موجود نه وي٬ يو شمېر ضلعې داسې دي چرته چې مېرمنو لپاره يو كالج قدرې نشته، کوهستان څخه د اربونو روپو د كرپشن سكېم رامخې ته شوے دے٬ خو پي ټي آئي د انتشار يوه موقع د لاس نه نه وركوي۔ وفاقي وزير ووئيل پي ټي آئي د ترهګرو ملاتړ كوي٬ د دوي ټول فوكس دې ته دے چې ترهګرو نه هېڅ ما وائې۔ ده ووئيل كه واقعي څوك جرات لري نو ھغوي دې د ترهګرۍ په څېر اصل او سنګينه مسئله باندې واضحه او په سپينو ټكو موقف اختيار كړي۔ وفاقي وزير واضحه كړه چې ټي ټي پي د پاکستان دښمن ګوند دے او رياست به د ترهګرو تر آخري ساه تعاقب كوي۔ ده ووئيل زمونږ حوصله او باور د پاك پوځ٬ امنيتي ادارو او په ځوانانو د بشپړه باور نتيجه ده څوك چې هر وخت سر په تلي كښې د هېواد دفاع لپاره د كورونو نه اوځي۔ ده ووئيل د امنيتي ادارو په ضد هر ډول ناوړه خبرې يا كمپائن هېچرې د قبلېدو وړ نه دے۔ ده ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منير د زيركو هڅو په سبب د هېواد معيشت بهترۍ پلو روان دے ٬ نن پاكستان سره مهمې دفاعي او معاشي لوظنامې كېږي۔ وفاقي وزير ووئيل معاشرتي ترقۍ لپاره تخليقي سوچ،علم او شعور ته وده وركولو ته اړتيا ده او حكومت به خبريالې ورورولۍ سره په ګډه دا مقصد ترلاسه كولو لپاره خپل كردار لوبوي۔ په دې موقع نورو مقررينو هم وېنا وكړه۔ د دې نه وړاندې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ د پاکستان فيډرل يونين آف کالمسټ اينډ کري ايټرز (پي ايف يو سي) نوو ټاكلے شوو عهدېدارو څخه سوګند واخست۔












