تهران ۔20جنوري (اے پي پي) د ایران يو سینیئر پارلیماني غړي وئېلي دي حکومت په راروانو څو ورځو كښې په ګرد هېواد كښې په انټرنیټ نه د بندېز په پورته كولو غور کوي او د انټرنیټ بندېز مرحله وار ختمېدے شي ۔ د برطانیي خبر رسنې ادارې رائټرز تر مخه د اتوار په شپه په حکومتي کنټرول كښې يوه بله کمزوري هغه وخت رامخې ته شوه چې كله سرکاري ټیلې …
ایران كښې سرکاري ټي وي هیک شو ،د انټرنیټ نه د بندېز په لرې كولو غور

مزید خبریں
تهران ۔20جنوري (اے پي پي) د ایران يو سینیئر پارلیماني غړي وئېلي دي حکومت په راروانو څو ورځو كښې په ګرد هېواد كښې په انټرنیټ نه د بندېز په پورته كولو غور کوي او د انټرنیټ بندېز مرحله وار ختمېدے شي ۔ د برطانیي خبر رسنې ادارې رائټرز تر مخه د اتوار په شپه په حکومتي کنټرول كښې يوه بله کمزوري هغه وخت رامخې ته شوه چې كله سرکاري ټیلې وژن په مبینه توګه هیک کړے شو ۔ د څو لمحو لپاره د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ او د ایران د آخري شاہ جلا وطن زوي رضا پهلوي تقاریر نشر شول چې پكښې اولس بغاوت ته ولمسولے شو ۔ چارواكو او د سوشل میډیا اطلاعات تر مخه د ایران سړکونه د تېرې يوې اوونۍ نه نسبتاً خاموش دي ۔ د دسمبر په آخر كښې پېل شوې د حکومت مخالف مظاهرې په دريو ورځو كښې دننه د شدید تشدد د لارې غلې كړې شوي ۔ يو بل ایراني عهدیدار په نامه نه ښودلو شرط ووئېل د مرګونو تصدیق شوې شمېره د 5 زرو نه زياته ده چې پكښې امنيتي اهلکار شامل دي۔ په مغربي هېوادونو كښې د ایران د بشري حقونو تنظیمونو هم په زرګونو كسان د ژوند څخه لاس په سر شول ۔










