اسلام آباد 20 جنوري (اے پی پی)د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري وئيلي دي د پي ټي آئي پالېسو او صوبائي حكومت نالائقۍ په وجه ټوله خېبرپښتونخوا سوزي٬ د چا سياست بچ كولو لپاره د ترهه ګرو په ضد ايكشن او انفارمېشن بيسډ عمليات نشي اودرېدے ٬څومره د افسوس خبره ده چې د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی آئي جي او چيف سېكرټري ته وائي چې مونږ د ترهه ګرۍ په ضد …
د چا سياست بچ كولو لپاره د ترهه ګرو په ضد ايكشن او انفارمېشن بيسډ عمليات نشي اودرېدے ۔د كورنيو چارو وزير مملكت

مزید خبریں
اسلام آباد 20 جنوري (اے پی پی)د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري وئيلي دي د پي ټي آئي پالېسو او صوبائي حكومت نالائقۍ په وجه ټوله خېبرپښتونخوا سوزي٬ د چا سياست بچ كولو لپاره د ترهه ګرو په ضد ايكشن او انفارمېشن بيسډ عمليات نشي اودرېدے ٬څومره د افسوس خبره ده چې د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی آئي جي او چيف سېكرټري ته وائي چې مونږ د ترهه ګرۍ په ضد نه جنګېږو ګينې مونږ به هم د اے اين پي٬جے يو آئي ايف٬پيپلز پارټي يا مسلم ليګ(ن)جوړ شو٬د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی په مشاورت سره قامي ايكشن پلان ترمخه د ترهه ګرو په ضد عمليات كيږي٬د خېبرپښتونخوا كابينې په منظورۍ سره 5 اربه روپۍ امدادي پېكج منظور شوے او د ضلعې انتظاميې د لارې امدادي روپۍ ځپلو له وركړې كيږي۔د نهې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري ووئيل دا وخت په ټول هېواد كښې چې كوم هم ايكشن راغستلے كېږي هغه نېشنل ايكشن پلان دے كوم چې 15-2014 كښې جوړ شوے ؤ او نېشنل ايكشن پلان II كوم چې د پي ټي آئي حكومت كښې جوړ كړے شوے٬په هغې صوبائي حكومتونه او سياسي ګوندونه متفق وو او اوس هم د صوبائي حكومتونو په معاونت او مشاورت په هغې عملدرآمد كېږي۔ ده ووئېل انفارمېشن بيسډ آپرېشنز هره ورځ د ادارو او صوبائي حكومتونو په مشاورت سره كيږي٬ده ووئيل پخوانۍ فاټا كښې چې څه هم كيږي په هغې كښې صوبائي حكومت ان بورډ دے٬د امدادي پېكج روپو وېش ټول طريقه كار واضحه دے٬ده ووئيل خېبرپښتونخوا كښې د تېرو 14 كلونو نه د يو ګوند حكومت دے٬ د هغې د وزيراعلٰی په مشاورت سره د قامي ايكشن پلان ترمخه كاروائي كيږي۔











