د پنجاب پوهنتونونو كښې د بلوڅو زدكوونكو په داخلو كوم بنديز نشته، کوټه په بشپړه ډول بحال ده۔د قانون وزيرِ

اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي) د قانون و انصاف وفاقي وزيرِ اعظم نذير تارړ وئيلي دي د پنجاب پوهنتونونو كښې د بلوڅو زدكوونكو په داخلو كوم بنديز نشته، کوټه په بشپړه ډول بحال ده ، ايوان كښې د وخت كمے ضرور ؤ ،خو د حكومتي ډلي مشر سينيټر اسحاق ډار په يوه نړيواله دستوره كښې ګډون لپاره ډيووس ته تللے دے۔د نهي په ورځ د سېنېټ غونډه كښې …

اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي) د قانون و انصاف وفاقي وزيرِ اعظم نذير تارړ وئيلي دي د پنجاب پوهنتونونو كښې د بلوڅو زدكوونكو په داخلو كوم بنديز نشته، کوټه په بشپړه ډول بحال ده ، ايوان كښې د وخت كمے ضرور ؤ ،خو د حكومتي ډلي مشر سينيټر اسحاق ډار په يوه نړيواله دستوره كښې ګډون لپاره ډيووس ته تللے دے۔د نهي په ورځ د سېنېټ غونډه كښې ده ووئيل تيره ورځ پارليماني ليډر سينيټر علي ظفر په موجودګۍ كښې د وزيراعظم آفس په اړه په ځيني چارو د ايوان په تشويش غور وشو ،كوم چې الحمدلله نن حل شوے۔په دې مهال سينيټر کامران مصطفيٰ د اړخه پنجاب كښې د بلوڅو زدكوونكو داخلو په اړه پوښتنه وشوه،په دې سينيټر پرويز رشيد او محترمه نوشهر رحمان ته ايوان د بريف کولو خواست وشو۔ده ايوان خبر كړو چې د سينيټر پرويز رشيد د اړخه ترلاسه تفصيلي بريفنګ له مخې د پنجاب پوهنتونونو كښې د بلوځو زدكوونكو په داخلو كوم بنديز نشته او د هغوي کوټه په بشپړه ډول بحال ده۔ د قانون وزير ووئيل دا مهال د پنجاب په بېلو سركاري پوهنتونونو كښې 3850 بلوڅ زدكوونكي تعليم ترلاسه كوي، چې پكښې زياته شميره د پنجاب يونيورسټي، ګورنمنټ کالج يونيورسټي، بهاؤالدين زکريا يونيورسټي، اسلاميه يونيورسټي بهاولپور او نور پوهنتونونه شامل دي۔ځيني پوهنتونونو كښې په دې وجه داخلې نه كيږي چې اړوندي كوټې له مخې درخواستونه نه دي ترلاسه شوې۔د شميري له مخې په دغه 3850 زدكوونكو كښې 58 فيصده په ميرټ داخل شوي،چې پكښې 3419 هلكان او 431 جينكۍ شامل دي دغسې 42 فيصد زدكوونكي د کوټې ترمخه داخل شوې۔ټولو سركاري پوهنتونونو كښې د داخلو لپاره يو ډول پاليسي ده په هغې عمل كيږي او د کوټې ترمخه اعليٰ ميرټ ترلاسه كوونكو ته داخله ترلاسه كيږي۔ميډيکل کالجونو په اړه وضاحت کښې د قانون وزير ووئيل دغه داخلې يونيورسټي ټو يونيورسټي پاليسۍ ترمخه كيږي،دغسې د حکومت عمومي هدايت دے چې بلوڅو زدكوونكو لپاره دې د هغوي کوټه برقرار وساتلې شي

مزید خبریں