اسلام آباد20جنوري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي ميرمني په معاشي توګه خپلواكه كول يواځې د مساوات معامله نه بلکه د پاکستان د پرمختګ لپاره يو سټريټجکي ضرورت دے۔ده د اسلام آباد په يو ځائې هوټل كښې څلورم آل پاکستان ويمن چيمبرز پريذيډنټس انټرنيشنل کانفرنس ته وينا كوله۔د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل دا کانفرنس يواځې د کاروباري لارښودو يوه غونډه نه …
ميرمني په معاشي توګه خپلواكه كول يواځې د مساوات معامله نه بلکه د پاکستان د پرمختګ لپاره يو سټريټجکي ضرورت دے۔ د سېنیټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني

مزید خبریں
اسلام آباد20جنوري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي ميرمني په معاشي توګه خپلواكه كول يواځې د مساوات معامله نه بلکه د پاکستان د پرمختګ لپاره يو سټريټجکي ضرورت دے۔ده د اسلام آباد په يو ځائې هوټل كښې څلورم آل پاکستان ويمن چيمبرز پريذيډنټس انټرنيشنل کانفرنس ته وينا كوله۔د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل دا کانفرنس يواځې د کاروباري لارښودو يوه غونډه نه بلكه د كوټلي پرمختګ لپاره د يو قامي تحريك نمائنده دے، چرته چې ميرمني د پاکستان په معاشي بدلون كښې کليدي معمارانې منلې كيږي۔ ده د ميرمنو کاروباري جرات، حوصلې او عزم ته پيرزوئنې وړاندې كړي كومي چې د سماجي او ساختي خنډانو باوجود تجارت او صنعت كښې نوي لاري جوړوي۔ده تيرو كلونو كښې د رامخې ته شوې پيش رفت ذکر کولو سره ووئيل هېواد كښې 30 څخه زيات ويمن چيمبرز آف کامرس اينډ انډسټري جوړيدل د قام په تعمير كښې د ميرمنو د کردار په اړه سوچ كښې د بنيادي بدلون څرګندونه ده۔دغسې ده په دې خبره زور راوړو چې اوس به دغه مزل يواځې د ادارو جوړولو تر محدود نه بلكه مخ په وړاندې تللو سره تر عملي نتيجې ترلاسه كول وي،چرته چې دا چيمبرز قوي ٬په پيشه وره ډول منظم ادارو په صورت کاروبار، جدت او د روزګار وده كښې كوټلې كردار ترسره كړي۔د سېنېټ چيئرمېن شهيدي بينظير بھټو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل هغه د ميرمنو د خپلواكه كولو علمبرداره وه،د هغې وژن نن هم د پاکستان ميرمنو لپاره د لارې مشالِ دے۔ده د بينظير بھټو تاريخي خدمات يادولو سره ووئيل د ميرمنو اسټډيز سينټرز جوړول، فرسټ ويمن بينك ، سرکاري نوكرو كښې د ميرمنو لپاره كوټه او ليډي هيلتھ ورکرز پروګرام په شان اقدامات د هغې د ښه قيادت ثبوت دے۔ده ووئيل بينظير بھټو شهيدي باور لرلو چې كوم هم قام تر هغه و خت خپل بشپړ صلاحيت نه شي ترلاسه كولې تر څو چې د هغې نيمه آبادي معاشي او سماجي ژوند كښې نه وي شامله شويې۔د سېنېټ چيئرمېن د هېواد كاروباري ميرمنو ته د هغوي په جرات او خدمات پيرزوئنې وړاندې كولو سره د دې باور څرګندونه وكړه چې شريكي هڅي به د يو زيات كوټلي او سوكاله پاکستان لاره سمه كړي











