د سعودي خارجه وزیر سره د امریکې خپل هم منصب ټیلې فوني تماس ، د منطقې په وضعه د خيالاتو څرګندونه

ریاض ۔20جنوري (اے پي پي)د سعودي خارجه وزير شهزادہ فیصل بن فرحان سره د امریکې خپل هم منصب مارکو روبیو په ټیلې فون تماس نيولے دے ۔ د ایس پي اے تر مخه د رابطې په مهال په اوسني سيمه ايز صورتحال او په دې اړه په كېدونكو هلو ځلو د خیالاتو څرګندونه وشوه ۔ شهزادہ فیصل بن فرحان سره سوريه لپاره د امریکې استازي ټام بیرک هم په ټیلې …

ریاض ۔20جنوري (اے پي پي)د سعودي خارجه وزير شهزادہ فیصل بن فرحان سره د امریکې خپل هم منصب مارکو روبیو په ټیلې فون تماس نيولے دے ۔ د ایس پي اے تر مخه د رابطې په مهال په اوسني سيمه ايز صورتحال او په دې اړه په كېدونكو هلو ځلو د خیالاتو څرګندونه وشوه ۔ شهزادہ فیصل بن فرحان سره سوريه لپاره د امریکې استازي ټام بیرک هم په ټیلې فون خبرې وكړې چې پكښې د سوريه په اوسني صورتحال خبرې وشوې ۔ د سعودي خارجه وزير سره د عمان خپل هم منصب بدر بن حمد بن حمود البوسعیدي هم رابطه وكړه۔ د منطقې په اوسني صورتحال او په دې اړه په كېدونكو هلو ځلو خبره وشوه ۔ د دې نه وړاندې د سعودي خارجه وزير شهزادہ فیصل بن فرحان سره د پاکستان، ترکیه او د اردن خارجه وزيرانو هم په ټیلې فون رابطه كړې وه۔ د رابطې په مهال د منطقې په اوسني صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې ۔

مزید خبریں