اسلام آباد۔20 جنوری(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف به 20 څخه تر 22 جنورۍ په ډیووس۔ کلوسټرز سوئټزرلېنډ كښې كېدونكې د ورلډ اكنامك فورم كلنه غونډه كښې ګډون كولو له د اعلی كچ يو پلاوي مشري كوي۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د نهې په ورځ د جاري شوي بيان له مخې په پلاوي كښې د نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار په شمول نور مهم شخصيات هم شامل …
وزيراعظم شهباز شريف به ډیووس سوئټزرلینډ كښې د ورلډ اكنامك فورم كلنه غونډه كښې ګډون كوي: خارجه دفتر

مزید خبریں
اسلام آباد۔20 جنوری(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف به 20 څخه تر 22 جنورۍ په ډیووس۔ کلوسټرز سوئټزرلېنډ كښې كېدونكې د ورلډ اكنامك فورم كلنه غونډه كښې ګډون كولو له د اعلی كچ يو پلاوي مشري كوي۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د نهې په ورځ د جاري شوي بيان له مخې په پلاوي كښې د نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار په شمول نور مهم شخصيات هم شامل دي۔ وزیراعظم د دورې په مهال به يو شمېر مهم مصروفيات لري په كومو كښې چې د ورلډ اکنامک فورم تر اهتمام لاندې د نړيوالو اقتصادي لارښودو غېر رسمي سېشن”په منقسمه نړۍ كښې د مكالمې د روح بحالي” كښې ګډون هم شامل دے۔ وزیراعظم به پاكستان سره اړوند يو د اعلی كچ بزنس راؤنډ ټېبل كوربتوب او مشري هم كوي په كوم كښې به چې بېل نړيوال كارپورېټ لارښود ګډون كوي۔ د دورې په مهال به وزيراعظم يو شمېر نړيوالو لارښودو او كاروباري شخصيات سره ملاقاتونه هم كوي۔ وزيراعظم به د نړيوال او سيمه ايز امن په اړه د پاكستان دريځ وړاندې كوي۔ وزیرعظم به د معیشت، تجارت او سرمایه كارۍ په څانګو كښې د خپل حكومت په وژن او كاميابو رڼا اچوي۔ د ورلډ اکنامک فورم كلنه غونډه سياسي لارښود ٬ كاروباري شخصيات ٬ د نړيوالو تنظيمونو مشران او د سول سوسائټۍ استازي په يو پلېټ فارم جمع كوي۔ په غونډه كښې په عصري ٬ جغرافیائی ،سیاسي ، معاشي ، سماجي او ماحولیاتي مسئلو غور كولې شي۔











