وزيراعظم د ورلډ اكنامك فورم په كلن كنفرنس كښې ګډون له ډيووس ته روان شو

اسلام آباد۔20جنوری(اے پی پی) وزیرِ اعظم شهباز شریف د ورلډ اكنامك فورم (ډبلیو ای اېف) كلن كنفرنس 2026 كښې ګډون لپاره ډیووس، سوئټزرلېنډ ته روان شو۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار ٬ د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد چيمه ٬ د اطلاعاتو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ ٬ خاص مرستيال طارق فاطمي او …

اسلام آباد۔20جنوری(اے پی پی) وزیرِ اعظم شهباز شریف د ورلډ اكنامك فورم (ډبلیو ای اېف) كلن كنفرنس 2026 كښې ګډون لپاره ډیووس، سوئټزرلېنډ ته روان شو۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار ٬ د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد چيمه ٬ د اطلاعاتو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ ٬ خاص مرستيال طارق فاطمي او نور مشران چارواكي هم وزيراعظم سره دي۔ د ورلډ اکنامک فورم كلن كنفرنس (19 څخه تر 23 جنوری 2026 ) كښې ګډون كولو سره سره وزيراعظم به ځينې مهم سفارتي او اقتصادي مصروفيات هم لري۔ هغه به د بېلو هېوادونو مشرانو او د نړيوالو تنظيمونو لارښودو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه كوي۔ د دورې په مهال به بزنس راؤنډ ټېبل هم كيږي د كوم مشتركه اهتمام چې پاكسان او ورلډ اكنامك فورم كوي او په دې كښې به د نړيوالې كچې نوموړو كمپنيو لارښود ګډون كوي كوم چې په پاكستان كښې دسرمايه كارۍ موقعو په لټولو يا خپلې موجوده سرمايه كارۍ ته پراختيا وركولو كښی خوښي لري۔

مزید خبریں