د چينائي وګرو سړي سر د كارولو جوګه آمدن كښې 5 فيصده زياتوالے راغلو

بيجنګ ۔ 19 جنوري (اے پي پي) د چين وګرو د سړي سر د كارولو جوګه آمدن كښې په كال 2025 كښې 5 فيصده زياتوالے رېكارډ كړے شو۔ د سي اين جي ټي اين تر مخه د شماريات قامي محكمې ووئېل په كال 2025 كښې د چينائو وګړو سړي سر د كارولو جوګه آمدن 43 زره 377 يوان پاتي شو كوم چې د تېر كال په مقابل كښې 5 فيصد …

بيجنګ ۔ 19 جنوري (اے پي پي) د چين وګرو د سړي سر د كارولو جوګه آمدن كښې په كال 2025 كښې 5 فيصده زياتوالے رېكارډ كړے شو۔ د سي اين جي ټي اين تر مخه د شماريات قامي محكمې ووئېل په كال 2025 كښې د چينائو وګړو سړي سر د كارولو جوګه آمدن 43 زره 377 يوان پاتي شو كوم چې د تېر كال په مقابل كښې 5 فيصد د نامياتي زياتوالي برابر دے۔ د نرخونو له وجې هم زياتوالے 5 فيصده پاتي شو۔ د ښاريو وګرو سړي سر د كارولو جوګه آمدن 56 زره 502 يوان پاتي شو٬ كوم چې په نامياتي توګه د تېر كال نه 4۔3 فيصد زيات او په حقيقي توګه 2۔4 فيصد زيات ؤ۔ د كليوالو وګرو سړي سرد كارولو جوګه آمدن 24 زره 556 يو ان ته ورسېد كوم چې په نامياتي توګه د تېر كال نه 8 ۔5 فيصد او په حقيقي توګه 6 فيصد زيات دے۔ دغسې د ټاكلي سائز نه د بالا صعنتي ادارو په اضغافي قدر كښې د تېر كال په مقابل كښې 9 ۔5 فيصد زياتوالے راغلو او سي پي آئې د تېر كال برابر وه ۔

مزید خبریں