د سعودي خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان به ورلډ اكنامك فورم 2026 كښې د سعودي پلاوي مشري كوي

رياض 18 جنوري (اے پي پي) د سعودي خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان به ډيووس كښې ورلډ اكنامك فورم 2026 كښې د سعودي عرب د اعلي پائې پلاوي مشري كوي۔اېس پي اے له مخې ورلډ اكنامك فورم به 19 نه تر 23 جنوري دوام لري،سږ كال د فورم تھيم ’’اے سپرټ آف ډائيلاګ‘‘ دے ۔د سعودي پلاوي كښې په امريكا كښې د سعودي سفيره شهزادي ريما بنت بندر بن …

رياض 18 جنوري (اے پي پي) د سعودي خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان به ډيووس كښې ورلډ اكنامك فورم 2026 كښې د سعودي عرب د اعلي پائې پلاوي مشري كوي۔اېس پي اے له مخې ورلډ اكنامك فورم به 19 نه تر 23 جنوري دوام لري،سږ كال د فورم تھيم ’’اے سپرټ آف ډائيلاګ‘‘ دے ۔د سعودي پلاوي كښې په امريكا كښې د سعودي سفيره شهزادي ريما بنت بندر بن سلطان، د تجارت وزير ډاكټر ماجد عبدالله القصبي، د سياحت وزير احمد الخطيب، د سرمايه كارۍ وزير انجينئر خالد الفالح، د خزاني وزير محمد الجدعان، د كميونيكيشن اينډ انفارميشن ټيكنالوجي وزير انجينئر عبدالله السواحه، د صنعت و معدني وسائل وزير بندر الخريف او د اقتصاد و منصوبه بندۍ وزير فاضل الابراهيم شامل دي۔اردو نيوز له مخې د سعودي پلاوي به نړيوال استحكام او سوكالۍ ودي لپاره د ګورنمنټ، بزنس، سول سوسائټي او تعليمي ادارو ليډرز سره تعميري خبرو اترو كښې برخه اخلي۔د نړيوالي ورورولۍ يو ذمه وار او پرعزم ركن په حيث د سعودي پلاوې به دوه اړخيزه ملاقاتونو او پبلك سيشنز كښې د سعودي عرب تجربي هم شيئر كوي۔د پلاوي غړي به دا هم وائي چې څه ډول د سعودي وژن 2030 بدلون روستونكې پرمختګ لپاره يو ماډل جوړ شوې۔دا خبره دې ياده وي چې ورلډ اكنامك فورم نړيوال غير ګټه ور تنظيم دے د كوم مركزي دفتر چې سوئټزرلينډ په جنيوا ښار كښې دے۔

مزید خبریں