ملګري ملتونه ۔16جنوري (اے پي پي ) ملګرو ملتونو كښې د امریکې مستقل استازي مائیک والټز وئېلي دي د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ د ایران په حقله په ټولو ممكنه وړاندېزونو غور کوي او كوم هم آپشن د امکان نه لرې نه دې ګرځولے شوے۔ د تاس تر مخه د سلامتي کونسل غونډې ته خطاب کښې د امریکې استازي ووئېل د امریکې صدر عملي انسان دے ، هغه د لامتناهي …
د ایران په قول و فعل كښې تضاد دے، صدر ټرمپ د لامتناهي خبرو اترو قائل نه دے ، د امریکې استازے

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔16جنوري (اے پي پي ) ملګرو ملتونو كښې د امریکې مستقل استازي مائیک والټز وئېلي دي د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ د ایران په حقله په ټولو ممكنه وړاندېزونو غور کوي او كوم هم آپشن د امکان نه لرې نه دې ګرځولے شوے۔ د تاس تر مخه د سلامتي کونسل غونډې ته خطاب کښې د امریکې استازي ووئېل د امریکې صدر عملي انسان دے ، هغه د لامتناهي خبرو اتور قائل نه دے ۔ هغه واضحه كړې ده چې ټول آپشنز په میز پراته دي ۔ مائیک والټز ووئېل هر څو چې ایران خبرو اترو ته كېناستو ته آماده دے ، خو د هغه عملي اقدامات د دغې برعکس دي ۔ ایران وائي چې هغه د خبرو اترو لپاره چمتو دے، خو د هغوي اقدامات څه بله قيصه اوروي ۔ د امریکې استازي ووئېل دغه بیانات د ایران په اړه د تاو تريخوالي په تناظر كښې مهم ګړځولے كېږي ، خو سلامتی کونسل كښې په دې مسئله مختلف هېوادونو په تحمل، سفارتکارۍ او د نړيوال قانون په پاسدارۍ زور راوړلے دے










