برطانیې د ایران نه خپل سفارتکار بيرته وغوښتل

لندن ۔15جنوري (اے پي پي) برطانیې د مينځني ختيز زياتېدونكې تاو تريخوالي تر مخه ایران نه خپل سفیر او تهران كښې د سفارت خانې قونصلر څانګې ټوله عمله بېرته بللې ده ۔ دا خبره د برطانيې ورځ پاڼې دي ډیلي ټیلي ګراف رپورټ كښې كړې ده ۔ د ورځ پاڼې تر مخه ایران كښې د امنيتي صورتحال تفصیلي جاج اغستو نه پس د سفارتکارو د ويستلو پړېكړه وكړې شوه ۔ …

لندن ۔15جنوري (اے پي پي) برطانیې د مينځني ختيز زياتېدونكې تاو تريخوالي تر مخه ایران نه خپل سفیر او تهران كښې د سفارت خانې قونصلر څانګې ټوله عمله بېرته بللې ده ۔ دا خبره د برطانيې ورځ پاڼې دي ډیلي ټیلي ګراف رپورټ كښې كړې ده ۔ د ورځ پاڼې تر مخه ایران كښې د امنيتي صورتحال تفصیلي جاج اغستو نه پس د سفارتکارو د ويستلو پړېكړه وكړې شوه ۔ د دې نه وړاندې دي ډیلي مرر د يو برطانوي سرکاري عهدیدار تر مخه ووئېل په تهران كښې د برطانیه سفارت خانه په عارضي توګه بنده كړې شوې۔ بل پلو خبر رسنې ادارې رائټرز رپورټ كړې ده چې امریکا په راروانو 24 ساعتو كښې د ایران خلاف په پوځي کارروائۍ غور کولې شي ۔ د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ د دې نه وړاندې خبردارے وركړے ؤ چې هغه د ایران خلاف د طاقت كارولو امکان ته په جدي توګه ګوري ۔واضحه دې وي په ایران كښې ناامنی په 29 دسمبر د ایراني ریال په قدر كښې د شدید کمي نه پس د احتجاج نه پېل شوه ، كومه چې وروستو د هېواد زياتره لويو ښارونو ته ورسېده ۔ د چارواكو تر مخه په دغه پیښو كښې 40 سکیورټي اهلکار مړه شوي ۔ د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي وېنا ده چې په 8 مه جنورۍ په مظاهرچيانو كښې وسله وال ترهه ګر هم شامل شوي وو او د ایران چارواكو د ناامنۍ تور په اسرائیل او امریکا لګولے دے.

مزید خبریں