سعودی عرب د یمن لپاره د 1.9 ارب ریال ترقیاتي پیکج اعلان كړو

ریاض ۔15جنوري (اے پي پي) سعودي عرب د یمن لپاره د 1.9 ارب ریال ترقیاتي پیکج اعلان کړے دے ۔ د العربیه نیوز تر مخه د سعودي دفاع وزیر شهزادہ خالد بن سلمان سره ریاض كښې د یمن د صدارتي قیادت کونسل مشر ډاکټر رشاد العلیمي ملاقات وكړو او په دې موقع يې د یمن لپاره د 1.9 ارب ریال ترقیاتی پیکج هم اعلان کړو ۔ شهزادہ خالد بن سلمان …

ریاض ۔15جنوري (اے پي پي) سعودي عرب د یمن لپاره د 1.9 ارب ریال ترقیاتي پیکج اعلان کړے دے ۔ د العربیه نیوز تر مخه د سعودي دفاع وزیر شهزادہ خالد بن سلمان سره ریاض كښې د یمن د صدارتي قیادت کونسل مشر ډاکټر رشاد العلیمي ملاقات وكړو او په دې موقع يې د یمن لپاره د 1.9 ارب ریال ترقیاتی پیکج هم اعلان کړو ۔ شهزادہ خالد بن سلمان په ایکس يو پوسټ كښې وليكل چې هغه د رشاد العلیمي ، د کونسل د غړو ، د یمن وزیراعظم او د عدن ګورنر سره په ليدلو خوشحاله شو ۔ ملاقات كښې د سعودي ، یمن اړيكو ، د یمن په صورتحال، د یمن بحران د يو جامع سیاسي حل فریم ورک دننه ختمولو په هلو ځلو خبرې وشوې ۔ ده ووئېل مونږ د جنوبي مسئلې سباون له د ریاض کانفرنس د لارې د منصفانه حل لپاره د يو جامع وژن لټولو په اهمیت زور راوړو ۔ د ملاقات په مهال د مملکت د اړخه د سعودي ترقیاتي او بيا رغونې پروګرام د لارې د یمن اولس لپاره د اقتصادي مرستې ، ترقیاتي منصوبو او د پروګرام پیکج وركولو له د پرله پسې ملاتړ پخلے وكړے شو۔

مزید خبریں