کابل۔13جنوري (اے پي پي) د افغانستان طالبانو حکومت د هند لپاره خپل وړومبے رسمي استازے مقرر کړے دے څوك به چې په نوي ډيلي سفارت خانه كښې خدمات تر سره كوي۔ د اردو نیوز تر مخه د افغان سفارتخانې وېنا ده چې ایلچی نور احمد نور د خارجه وزارت سره منسلک دے، هغه د وړاندې نه د څو هندي چارواكو سره ملاقاتونه کړې دي ۔ سفارت خانې په ایکس پوسټ …
افغانستان د هند لپاره خپل وړومبے او رسمي استازے مقرر کړو

مزید خبریں
کابل۔13جنوري (اے پي پي) د افغانستان طالبانو حکومت د هند لپاره خپل وړومبے رسمي استازے مقرر کړے دے څوك به چې په نوي ډيلي سفارت خانه كښې خدمات تر سره كوي۔ د اردو نیوز تر مخه د افغان سفارتخانې وېنا ده چې ایلچی نور احمد نور د خارجه وزارت سره منسلک دے، هغه د وړاندې نه د څو هندي چارواكو سره ملاقاتونه کړې دي ۔ سفارت خانې په ایکس پوسټ كښې ليكلي چې دواړو خوا د افغانستان او هند تر مينځه د اړيكو د ښه والي په اهمیت زور راوړے دے ۔بل پلو د هند لخوا تر اوسه په دې كومه تبصرہ نه ده رامخې ته شوې خو افغان سفارت د نور احمد نور يو داسې عكس هم پوسټ كړے دے چې پكښې هغه د هند خارجه وزارت يو سینئر عهدیدار آنند پرکاش سره به زړه بورې سټري مشي كوي ۔یاد دې وي په اکتوبر كښې هند وئېلي وو چې هغه به په افغانستان كښې خپل مشن اپ ګریډ کوي او دغې ته به د مکمل سفارت خانې درجه وركولې شي ۔روس د ڼړۍ يواځنے هېواد دے چا چې په سرکاري توګه طالبان حکومت تسلیم کړے دے










