د امرېكې په ګرين لېنډ د قبضې خوښي د روس او چين سره د زياتېدونكې نړيوال مسابقت نتيجه ده٬ سپينه ماڼۍ

واشنګټن۔ 13 جنوري (اے پي پي) سپېنې ماڼۍ وئېلي دي د امرېكې د اړخه ګرين لېنډ پخپله عملدارۍ كښې د راوستلو خوښي په اصل كښې د روس او چين سره د زياتېدونكې ڼريوال مسابقت نتيجه ده۔ د تاس تر مخه د سپېنې ماڼۍ پرېس سېكرټري كارولين ليويټ په يو نيوز برېفنګ كښې ووئېل صدر ترمپ اندېښنه لري كه امرېكې په وخت اقدام ونه كړو نو ګرين لېنډ په سباون كښې …

واشنګټن۔ 13 جنوري (اے پي پي) سپېنې ماڼۍ وئېلي دي د امرېكې د اړخه ګرين لېنډ پخپله عملدارۍ كښې د راوستلو خوښي په اصل كښې د روس او چين سره د زياتېدونكې ڼريوال مسابقت نتيجه ده۔ د تاس تر مخه د سپېنې ماڼۍ پرېس سېكرټري كارولين ليويټ په يو نيوز برېفنګ كښې ووئېل صدر ترمپ اندېښنه لري كه امرېكې په وخت اقدام ونه كړو نو ګرين لېنډ په سباون كښې د چين يا رزسيه د اثر لاندې راتللے شي ٬ كوم چې نه يوازې امرېكې بلكې اروپا او پخپله د ګرين لېنډ په ګټه به هم نه وي۔ هغه خبريالانو ته ووئېل د امرېكې موقف په دې خبره واضحه دے چې امريكا ګرين لېنډ تر لاسه كول غواړي دغسې چې دغه د كومې ممكنه قبضې نه وساتلې شي۔ د دوي تر مخه د ګرين لېنډ په مفاد كښې به دا تر ټولو ښه وي چې د امرېكې برخه شي۔ واضحه دې وي ګرين لېنډ د ډنمارك يوه خو مختاره سيمه ده ۔ په 1951 كښې د امرېكې او د ډنمارك تر مينځه د ګرين لېنډ ډيفنس لوظ نامه شوې وه۔ د كومې تر مخه چې امرېكې د جزيرې د دفاع ذمه واري اغست

مزید خبریں