كراكس۔ 8 جنوري (اے پي پي) د وينزويلا عبوري صدر ډيلسي روډريګز د صدر نكولس مادورو په حفاظت مامور ګارډز كمانډر جنرل خاوير ماركانو تاباتا برطرف كړے دے۔ د بي بي سي تر مخه څو ورځې وړاندې د امرېكې پوځ د وينزويلا پايه تخت كراكس كښې په كاروائۍ كولو صدر نكولس مادورو او د هغه كو ودانې تښتولي او نيو يارك ته منتقل كړي وو۔د امرېكې په كاروائۍ كښې د …
د وينزويلا عبوري صدر د صدر نكولس مادورو په حفاظت مامورګارډز كمانډر برطرف كړو

مزید خبریں
كراكس۔ 8 جنوري (اے پي پي) د وينزويلا عبوري صدر ډيلسي روډريګز د صدر نكولس مادورو په حفاظت مامور ګارډز كمانډر جنرل خاوير ماركانو تاباتا برطرف كړے دے۔ د بي بي سي تر مخه څو ورځې وړاندې د امرېكې پوځ د وينزويلا پايه تخت كراكس كښې په كاروائۍ كولو صدر نكولس مادورو او د هغه كو ودانې تښتولي او نيو يارك ته منتقل كړي وو۔د امرېكې په كاروائۍ كښې د وينزويلا او كيوبا 55 اهلكار وژلے شوي وو۔ د كيوبا پوځيان په كراكس كښې د صدر نكولس مادورو په حفاظت ولاړ وو او د كيوبا حكومت د وژلے شوو 32 پوځيانو نومونه جاري كولو سره د امريكائي اقدام غندنه كړې ده۔ د وينزويلا صدارتي اعزازي ګارډ هغه پوځي ډله ده كومه چې صدر مملكت له حفاظت له باډي ګارډز وركوي۔ د وينزويلا عبوري صدر ډيلسي رودريګز د نكولس مادورو نائب صدره پاتي شوې ده او د هغه نزدې اتحادي ګڼړلې كېږي۔










