واشنګټن۔ 8 جنوري( اے پي پي)د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان د امرېكې خپل هم منصب ماركوروبيو سره واشنګټن كښې ملاقات وكړو۔ چې پكښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د تاريخي او سټرېټيجك اړيكو جاج واغستلے شو۔ د اردو نيوز تر مخه دواړو خارجه وزيرانو تېره ورځ ملاقات كشې د منطقې به اوسني صورتحال ٬ سلامتيا او د استحكام تر لاسه كولو لپاره په كېدونكو هلو ځلو خبرې …
د سعودي او امريكې خارجه وزيرانو ملاقات ٬ د منطقې په وضعه د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
واشنګټن۔ 8 جنوري( اے پي پي)د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان د امرېكې خپل هم منصب ماركوروبيو سره واشنګټن كښې ملاقات وكړو۔ چې پكښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د تاريخي او سټرېټيجك اړيكو جاج واغستلے شو۔ د اردو نيوز تر مخه دواړو خارجه وزيرانو تېره ورځ ملاقات كشې د منطقې به اوسني صورتحال ٬ سلامتيا او د استحكام تر لاسه كولو لپاره په كېدونكو هلو ځلو خبرې وكړې۔په دې مهال په امريكا كښې د سعودي سفيره شهزادګۍ ريما بنت بندر او د خارجه وزير صلاحكار محمد اليحي هم موجود وو۔ د دې نه وړاندې خارجه وزير په واشنګټن كشې د امرېكې د ايوان نائندګان د هاوس فارن افيئرز كمېټۍ چيئرمېن برائن ماسټ ٬ وائس چيئرمېن ګريګوري ميكس او غړو سره ملاقات وكړو چې پكښې د دواړو هېوادونو تر مينځه د تاريخي اړيكو او د شرېكې ګټې تر مخه د دغې د لا قوي كولو لارو چارو جاج واغستلے شو۔ ملاقات كښې په سيمه ايز او نړيوال صورتحال او په دې اړه په كېدونكو هلو ځلو خبرې وشوې۔










