د اروپائي ائتلاف د وينزويلا عبوري صدر قانوني حيثيت تسليمولو څخه انكار

برسلز۔ 7 جنوري )(اے پي پي) د اروپائي ائتلاف د وينزويلا عبوري صدر ډيلسي روډريګز قيادت د تسليمولو نه انكار كړے دے٬ لكه څنګه چې هغوي وړاندې د صدر نكولس مادورو د صدارت تسليمولو نه انكار كړے ؤ۔ تاس تر مخه دا خبره د اروپائي كمېسون وياندې انينا هپر پرېس كانفرنس كښې وكره۔ هغې ووئېل وينزويلا كښې چارواكو د خپل صدارت اختيار د يو داسې انتخابي عمل نه تر لاسه …

برسلز۔ 7 جنوري )(اے پي پي) د اروپائي ائتلاف د وينزويلا عبوري صدر ډيلسي روډريګز قيادت د تسليمولو نه انكار كړے دے٬ لكه څنګه چې هغوي وړاندې د صدر نكولس مادورو د صدارت تسليمولو نه انكار كړے ؤ۔ تاس تر مخه دا خبره د اروپائي كمېسون وياندې انينا هپر پرېس كانفرنس كښې وكره۔ هغې ووئېل وينزويلا كښې چارواكو د خپل صدارت اختيار د يو داسې انتخابي عمل نه تر لاسه كړے دے كوم چې د اولس د جمهوري بدلون د خوښۍ احترام ونه كړو۔ د ائتلاف موقف دے چې د هېواد سباون د ټول شموله خبرو اترو او د جمهوري عمل د لارې تر سره كېدل دي چې پكښې ټول جمهوري عناصر په خاص توګه د اپوزيشن استازي شامل وي۔ هر څو چې اروپائي ائتلاف د روډريګر يا مادورو قانو حېثيت نه تسليموي ٬ خو د محدود او ټاكلې رابطې برقراره ساتلو عزم لري ٬ دغسې چې د خپلو اصولو او ګټې تحفظ وكړے شي۔

مزید خبریں