لندن۔ 6 جنوري (اے پي پي) لندن كښې د فلسطين سفارت خانې رسمي پرانسته وكړې شوه كومه چې د فلسطين سفير د برطانيه او فلسطين په اړيكو كښې غېر معمولي سنګ ميل وګرځوله۔ د انډېپنډنټ اردو تر مخه په مغربي لندن كښې د فلسطين سفارت خانې په ودانۍ كښې كومې ته به چې اول د فلسطين مشن وئېلے كېدو ٬ نه بهر د فلسطين سفير حسام زملط خطاب كښې ووئېل …
لندن كښې د فلسطين سفارتخانې رسمي پرانسته

مزید خبریں
لندن۔ 6 جنوري (اے پي پي) لندن كښې د فلسطين سفارت خانې رسمي پرانسته وكړې شوه كومه چې د فلسطين سفير د برطانيه او فلسطين په اړيكو كښې غېر معمولي سنګ ميل وګرځوله۔ د انډېپنډنټ اردو تر مخه په مغربي لندن كښې د فلسطين سفارت خانې په ودانۍ كښې كومې ته به چې اول د فلسطين مشن وئېلے كېدو ٬ نه بهر د فلسطين سفير حسام زملط خطاب كښې ووئېل مونږ نن د يوې تاريخي لمحې يعني د فلسطين سفارتخانې پرانستې لپاره راغونډ شوي يوو كومې ته چې مكمل سفارتي حېثيت او او مراعات تر لاسه دي۔د فلسطين مشن ته د سفارتخانې درجه وركولو دا پرېكړه په داسې وخت كښې رامخې ته شوې ده چې كله په غزه كښې په انساني صورتحال د شيديد نړيوال تشويش په مهال برطانيه په ستمبر 2025 كښې د آسټريليا او كاناډا بشمول څو نورو هېوادونو سره په ګده د فلسطين رياست تسليمولو اعلان كړے ؤ ۔ د فلسطين سفير ووئېل دا يوازې د نامې بدلولو بدلون نه دے بلكې د فلسطين رياست جوړولو په لوري يو بدلون دے۔ د سفارتخانې د نوې تختۍ د مخ كتنې نه وړاندې هغه ووئېل دا د نوي كال د پېل يوه غوره طريقه ده كوم چې د برطانيه او فلسطين اړيكو او د فلسطين اولس د آزادۍ او حق خود ارادريت په اوږد سفر كښې مهم سنګ ميل دے۔ دا د هيلې او استقامت ورځ ده او دا هغه ورځ ده كومه چې نړۍ ته ورياده وي چې امن نه يوازې ممكن دے بلكې ضروري هم دے خو په دې شرط چې د دې بنياد په انصاف ٬ وقار ٬ مساورات او په شريك تسليم وي۔










