عراق٬ د صدر چوكۍ لپاره د 4 مېرمنو بشمول 81 كانديدان رامخې ته شول

بغداد۔ 6 جنوري (اے پي پي) د عراق صدرارتي ټاكنو كښې د څلورو مېرمنو بشمول 81 كانديدان رامخې ته شول۔ د اماراتي نيوز ايجنسۍ ٬٬ وام ٬ تر مخه د عراق آئين تر مخه پارلمان ته د خپلې غونډې په 30 ورځو كښې دننه په دريو كښې په دوه برخې اكثريت سره د صدر ټاكنه كول وي۔ نوي ټاكلي پارلمان د ټاكنو نزدې دوو مياشتو نه پس په 29 دسمبر …

بغداد۔ 6 جنوري (اے پي پي) د عراق صدرارتي ټاكنو كښې د څلورو مېرمنو بشمول 81 كانديدان رامخې ته شول۔ د اماراتي نيوز ايجنسۍ ٬٬ وام ٬ تر مخه د عراق آئين تر مخه پارلمان ته د خپلې غونډې په 30 ورځو كښې دننه په دريو كښې په دوه برخې اكثريت سره د صدر ټاكنه كول وي۔ نوي ټاكلي پارلمان د ټاكنو نزدې دوو مياشتو نه پس په 29 دسمبر خپله وړومبۍ غونډه وكړه د كومې په مهال چې د يو سپيكر او د فرسټ ډپټي سپيكر ټاكنه وشوه۔ د پارلمان په دريو كښې دوه برخې اكثريت سره د انتخاب نه پس صدر له په 15 ورځو كښې وزيراعظم نامزد كول وي۔ نومولے سړے د آئين تر مخه تر ټولو لوي بلاك نه نومولے كېږي۔ هغه د ايګزيكټيو اتهارټي د موثر مشر په توګه كار كوي او هغه ته د حكومت جوړولو لپاره د 30 ورځو مهلت وركړے كېږي ۔ كردستان ډيموكريټك پارټي په نګران حكومت كښې خارجه وزير فواد حسېن او د اربېل پخوانے ګورنر نوزاد هادي د دې عهدې لپاره غوره كړي دي۔ دغسې پېټرياتك يونين آف كردستان اعلان كړے چې زمونږ يوازينے كانديد پخوانے د ماحوليات وزير نثار اميدي دے۔ په نورو كانديدانو كښې اوسنے عراقي صدر عبدالطيف راشد هم شامل دے۔

مزید خبریں