د مصري صدر او د سعودي خارجه وزير ملاقات ٬ په سيمه ايز صورتحال د خيالاتو څرګندونه

قاهره۔ 6 جنوري (اے پي پي) د مصر صدر عبدالفتاح السيسي په قاهره صدارتي محل كښې د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان هر كلے وكړو ۔ د ايس پي اے تر مخه ملاقات كښې شهزاده فېصل بن فرحان د سعودي مشرتابه د مباركۍ پېغام ورسولو ۔ ملاقات كښې د سعودي عرب او مصر تر مينځه د ورورولۍ اړيكو ٬ او د اوسني سيمه ايز او نړيوال صورتحال …

قاهره۔ 6 جنوري (اے پي پي) د مصر صدر عبدالفتاح السيسي په قاهره صدارتي محل كښې د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان هر كلے وكړو ۔ د ايس پي اے تر مخه ملاقات كښې شهزاده فېصل بن فرحان د سعودي مشرتابه د مباركۍ پېغام ورسولو ۔ ملاقات كښې د سعودي عرب او مصر تر مينځه د ورورولۍ اړيكو ٬ او د اوسني سيمه ايز او نړيوال صورتحال جاج واغستلے شو۔ د سعودي خارجه وزير قاهره كښې د خپل مصري هم منصب ډاكټر بدر العاطي سره هم ملاقات وكړو۔ د سعودي عرب او مصر تر مينځه د دوه اړخيزه اړېكو ٬ بېلو څانګو كښې د مرستې په پراختيا او د پرمختګ په لارو چارو خبرې وكړې۔ دواړو خارجه وزيرانو په خاص توګه د غزه په پټۍ ٬ يمن ٬ سوډان او د صوماليه په سيمه ايز او نړيوال صورتحال او د خوښې په چارو خبرې وكړې۔ په دې مهال په مصر كښې د سعودي سفير صالح بن عيدالحسيني او نور هم موجود وو۔

مزید خبریں