رياض۔ 6 جنوري (اے پي پي) د سعودي عرب نائب خارجه وزير انجينئر عبداكريم الخريحبي رياض كښې د وزارت په هېډ كوارټر كښې د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ سينئر صلاحكار د افرېقې او عرب چارو مسعد بولس هر كلے وكړو۔ د ايس پي اے تر مخه ملاقات كښې دواړو د دوست هېوادونو تر مينځه د اړيكو جاج واغست او د شرېكې خوښې په چارو يې خبرې وكړې۔ د خارجه وزير …
د سعودي نائب خارجه وزير سره د امرېكې صدر سينئر صلاحكار ملاقات ٬ د شرېكې خوښې په چارو خبرې

مزید خبریں
رياض۔ 6 جنوري (اے پي پي) د سعودي عرب نائب خارجه وزير انجينئر عبداكريم الخريحبي رياض كښې د وزارت په هېډ كوارټر كښې د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ سينئر صلاحكار د افرېقې او عرب چارو مسعد بولس هر كلے وكړو۔ د ايس پي اے تر مخه ملاقات كښې دواړو د دوست هېوادونو تر مينځه د اړيكو جاج واغست او د شرېكې خوښې په چارو يې خبرې وكړې۔ د خارجه وزير د سياسي چارو صلاحكار شهزاده مصعب بن محمد الفرحان او مملكت كښې د امرېكې ناظم المور ايليسن دلورته هم ملاقات كښې موجود وه۔ د دې نه علاوه د سعودي خارجه وزير سره په رياض كښې د فلسطين ايوان صدر سركاري وياند نبيل ابو رودينه هم ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د فلسطين په اوسني سياسي او انساني صورتحال خبرې وشوې۔ په دې موقع د خارجه وزارت عهدېدار ډاكټر منال بنت حسن رضوي هم موجود وه۔










