ملګري ملتونه ۔6 جنوري (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل غونډه كښې روسيه ٬ چين او كولمبيا په وېنزوېلا كښې د امريكائي پوځي كارروائي غېر قانوني ګرځولو سره ددې غندنه كړې ده۔ د سلامتي كونسل نورو غړو په امريكا نېغ په نېغه ټكونه كولو څخه ډډه كولو سره د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د چارټر د احترام په اهميت زور راوړے دے۔ چينائي استازي وئيلي …
د سلامتي كونسل غونډه ٬ د روسيه ٬ چين او كولمبيا په وينزويلا كښې د امريكائي پوځي كارروايۍ غندنه ٬ د صدر نكولس مادورو او د هغه د كورودانې خوشې كولو غوښتنه

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔6 جنوري (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل غونډه كښې روسيه ٬ چين او كولمبيا په وېنزوېلا كښې د امريكائي پوځي كارروائي غېر قانوني ګرځولو سره ددې غندنه كړې ده۔ د سلامتي كونسل نورو غړو په امريكا نېغ په نېغه ټكونه كولو څخه ډډه كولو سره د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د چارټر د احترام په اهميت زور راوړے دے۔ چينائي استازي وئيلي چې زمونږ هېواد سيمه ايزو هېوادونو او نړيوالې ورورولۍ سره د يو والي او همكارۍ مضبوطولو ٬ د انصاف په ځاې ساتلو او لاطيني امريکا او کيريبين كښې د امن او استحكام ګډ تحفظ لپاره چمتو دے۔ د بي بي سي له مخې په ملګرو ملتونو كښې د روسيه سفير ووئيل چې هغه هېوادونه كوم چې په نورو موقعو د ملګرو ملتونو دچارټر په خلاف ورزيو چغې وهي نن اصولي دريځ څرګندولو څخه ډډه كوي او دا ښكاره منافقت دے۔ کولمبيا امريكائي كارروائي د وېنزوېلا د خپلواكۍ ٬ سياسي آزادۍ او سيمه ايزې سلامتيا ښكاره خلاف ورزي وګرځوله۔ روسيه چين او وېنزوېلا امريكا څخه غوښتنه وكړه چې هغه دې صدر نكولس مادورو او د هغه كورودانې خوشې كړي۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري وئويل چې ما ته په ونېزوېلا كښې په ممكنه بې ثباتۍ كښې په رامخے ته شوي شدت او په منطقه ددې په اثرات ژوره اندېښنه ده۔ امريكا وئيلي چې هغه په وېنزوېلا د قبضې كولو اراده نه لري۔ د اے پي له مخې په ملګرو ملتونو كښې امريكائي سفير مائيك والټز سلامتي كونسل ته ووئيل چې د امريكائي پوځ په مرسته د يوې محدو او قانوني كاررواي د لارې دوه مفرور تورن ګرفتار كړې شوي دي په كومو كښې چې نكولس مادورو او د هغه كورودانې شامله ده۔










