وينزويلا كښې په 30 ورځو كښې به ټاكنې نه كيږي٬ د امريكې صدر

واشنګټن۔ 6 جنوري (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ وئېلي دي په وينزويلا كښې په راروانو 30 ورځو كښې به هيڅ ټاكنې نه كېږي ٬ ځكه چې د هېواد صورتحال د دغې لپاره مناسب نه دے۔ د شنهوا تر مخه يوه مركه كښې هغه ووئېل مونږ له به وړړاندې هېواد سمول وي ٬ په دې حالات كښې ټاكنې ممكن نه دي ٬ اولس د رائے وركولو جوګه نه …

واشنګټن۔ 6 جنوري (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ وئېلي دي په وينزويلا كښې په راروانو 30 ورځو كښې به هيڅ ټاكنې نه كېږي ٬ ځكه چې د هېواد صورتحال د دغې لپاره مناسب نه دے۔ د شنهوا تر مخه يوه مركه كښې هغه ووئېل مونږ له به وړړاندې هېواد سمول وي ٬ په دې حالات كښې ټاكنې ممكن نه دي ٬ اولس د رائے وركولو جوګه نه دے۔ صدر ټرمپ ووئېل د امرېكې انتظاميه د وينزويلا د توان څانګې بحالۍ لپاره د امرېكې د تېلو كمپنيو ته سبسډي نشي وركولې ۔ د هغه وېنا وه د توان بنيادي ډهانچې جوړېدنه د 18 مياشتو نه په لږ وخت كښې مكمل كېدې شي خو په دې به ډېر لګښت راځي۔ هغه واضحه كړه چې امرېكا د وينزويلا سره په جنګ كښې نه ده ۔ د صدر ټرمپ تر مخه مونږ د مشنيات خرڅوونكو په ضد جنګ كوو او د هغه عناصر خلاف كاروايئ كوو څوك چې جرمونو او نا امنۍ له وده وركوي۔ دا بيان په داسې وخت كښې رامخې ته شوے دے چې كله دوه ورځې وړاندې د وينزويلا صدر نكولس مادورو د امرېكې پوځ د پايه تخت كراكس نه ونيولو ۔ د صدر ټرمپ تر مخه د امرېكې د مداخلت نګراني خارجه وزير كوروبيو او دفاع وزير پشمول د سپينې ماڼۍ نائب چيف آف اسټاف اسټيفن ملر او نائب صدر جے ډي وينس كوي۔

مزید خبریں