په وينزويلا د امرېكې بريد كښې د كيوبا 32 امنيتي اهلكار ووژل شول٬ صدر په هېواد كښې د دوو ورځو غم اعلان

هوانا 05 جنوري (اے پي پي) كيوبا وئېلي دي په وينزويلا د امرېكې بريد كښې هلته مېشته د كيوبا 32 امنيتي اهلكار وژلې شوي دي٬ په هغوي كښې څه د امرېكې پوځ سره نيغ په نيغه جنګ كښې وژلې شوي ۔ د شهنوا تر مخه د كيوبا صدر ميګوئل ډياز كينسل د امرېكې په بريد كښې د وژلے شوو امنيتي اهلكارو لپاره د دوه ورځو قامي غم اعلان وكړو۔ د …

هوانا 05 جنوري (اے پي پي) كيوبا وئېلي دي په وينزويلا د امرېكې بريد كښې هلته مېشته د كيوبا 32 امنيتي اهلكار وژلې شوي دي٬ په هغوي كښې څه د امرېكې پوځ سره نيغ په نيغه جنګ كښې وژلې شوي ۔ د شهنوا تر مخه د كيوبا صدر ميګوئل ډياز كينسل د امرېكې په بريد كښې د وژلے شوو امنيتي اهلكارو لپاره د دوه ورځو قامي غم اعلان وكړو۔ د هغه د اړخه جاري صدارتي فرمان تر مخه د وژلے شوو اميتي اهلكارو لپاره د ګل ورځ نه تر نهې به دوه ورځي د قامي غم په توګه نماځلې شي ٬ په دې مهال به په سركاري ودانيو او پوځي ادارو قامي بېرغ نيم كخو وي٬ سركاري دفترې به بندې وي او اولسي دستوري منسوخ كړې شوي دي۔ ۔ د كيوبا صدر ډياز كېنسل ووئېل د وژلے شوو اهلكارو تعلق د كيوبا د انقلابي وسله وال پوځ او داخله وزارت سره ؤ او د وينزويلا په درخواست هلته په ځائے كړے شوي وو۔ صدر ووئېل د كيوبا په امنيتي اهلكارو كښې څه د بريد خلاف د مذاحمت كولو په مهال وژلے شوي ٬ څينې نيغ په نيغه جنګ كښې وژلې شوي او څه په چاؤدنو كښې۔ هغه ووئېل د اهلكارو مړانه د كيوبا اولس د اتحاد او د ڼړيوال يو والي لپاره د كيوبا د عزم عكاس ده۔

مزید خبریں