اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري پاكستان بھر كښې د بينائي څخه محروم وګړو له مباركي وركولو سره د هغوي وقار، حقوق او قومي ژوند كښې د بشپړه شموليت د عزم پخلے كړې۔د ايوانِ صدر پرېس ونګ له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د بريل نړيوالي ورځ په موقع په خپل پيغام كښې كړي۔ده ووئيل بريل نړيواله ورځ د لوئس بريل د زيږدني …
پاكستان د بريل خواندګۍ ودي، كوټلي نصاب او معاون ډيجيټل ټيكنالوجيز استعمال لپاره لوظي دے۔صدر آصف علي زرداري بريل نړيوالي ورځ په موقع پيغام
اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري پاكستان بھر كښې د بينائي څخه محروم وګړو له مباركي وركولو سره د هغوي وقار، حقوق او قومي ژوند كښې د بشپړه شموليت د عزم پخلے كړې۔د ايوانِ صدر پرېس ونګ له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د بريل نړيوالي ورځ په موقع په خپل پيغام كښې كړي۔ده ووئيل بريل نړيواله ورځ د لوئس بريل د زيږدني ورځ په موقع لمانځلے كيږي د چا ايجاد كړې شوې بريل رسم الخط چې په نړۍ كښې ګڼ شمير وګړو له تعليم، معلومات او تر خود انحصارۍ رسنه ممكن كړي۔ صدر مملكت ووئيل بريل يواځې د لوستلو ليكلو ذريعه نه بلكه دا د آزادۍ، اعتماد او مساوي موقعو يو كوټلې علامت دے۔ ده ووئيل د پاكستان بنياد په مساوات، سماجي انصاف او د انساني وقار احترام په اصولو اېښودلې شوې وو۔د يو قوم په توګه زمونږ پرمختګ د دې خبري سره تړلې دے چې هر وګړې ته ټولنه كښې معني لرونكي كردار ترسره كولو موقعې ترلاسه شي۔ صدر مملكت ووئيل د بينائي څخه محروم وګړو لپاره د رسني وړ تعليم، كوټلي اولسي خدمات او مساوي موقعو وركول نه يواځې يوه آئيني ذمه واري بلكه يوه اخلاقي فريضه هم ده۔ده ووئيل پاكستان د بريل خواندګۍ ودي ،كوټلي نصاب او معاون ډيجيټل ټيكنالوجيز استعمال لپاره لوظي دے دغسې چې تعليم او تر معلومات رسني ته پراختيا وركړې شي۔دې سره سره په اولسي ودانو ، سركاري خدمات او ډيجيټل پليټ فارمز كښې د و رسني وړ معيارات نفاذ هم مهم دے دغسې چې څوك هم د ژوند څخه محروم نه شي ۔ صدر مملكت ووئيل پاكستان د معذورو وګړو حقونو په اړه د ملګرو ملتونو كنونشن او كوټلي پرمختګ اهداف پشمول د نړيوالو ذمه وارو پاسداري كولو سره د وقار لرونكي او په مساوي حقونو اډانه كوټلي او منصفانه ټولنو جوړولو زور راوړې۔ده ووئيل زه د بينائي څخه محروم وګړو ثابت قدمۍ او عزم ته پيرزوئنې وړاندې كوم،دې سره سره د هغوي استاذانو ، والدين، خيال ساتونكو او تنظيمونو ته هم سلام كوم۔ صدر مملكت ووئيل په دې موقع زه وفاقي و صوبائي حكومتونو، ادارو، سول سوسائټي، نجي څانګي او ټول قوم ته اپيل كوم چې شريكي مرستي سره خنډانو لري كولو،د رسني وړ سهوليات ته وده وركولو او په همدردۍ او شموليت اډانه نطام ودي له كار وكړي۔












