هندوتوا او هندو مذهب كښې فرق دے ،د هند سیکولرازم مخ په ډاګه شوے۔کھئیل داس کوهستانی

لاهور 03 جنوري (اے پي پي)د مذهبي چارو وزیر مملکت کھئیل داس کوهستانی وئيلي چې د هند سیکولر ازم مخ په ډاګه شوے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ غازی آباد كښې سیمینار ته وينا كښې وكړه۔ وزیر مملکت ووئيل دلته د ټولو مذهبونو وكړي شته،ما ته دا نه وه معلومه چې دلته د دومره لوئ پروګرام اهتمام شوې چې پكښې د ټولو مذهبونو وګړي دومره زياته شميره …

لاهور 03 جنوري (اے پي پي)د مذهبي چارو وزیر مملکت کھئیل داس کوهستانی وئيلي چې د هند سیکولر ازم مخ په ډاګه شوے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ غازی آباد كښې سیمینار ته وينا كښې وكړه۔ وزیر مملکت ووئيل دلته د ټولو مذهبونو وكړي شته،ما ته دا نه وه معلومه چې دلته د دومره لوئ پروګرام اهتمام شوې چې پكښې د ټولو مذهبونو وګړي دومره زياته شميره كښې شامل شي۔ده ووئيل مذهبي همغږي يواځې هېواد كښې دننه نه،پولو بهر هم ضرورت دے ، اوس خو نړيوالي جریدے هم وائي چې هند كښې د اقلیتونو سره او په خاص توګه مسلمانانو او مسیحی وروڼو سره چې كوم ظلم شوے،ټولي نړۍ كتلي۔ده ووئيل د بده مرغه هند كښې سیاست د مذهب سره تړلې كيږي حالانکه كوم هم مذهب د ترهه ګرۍ اجازه نه وركوي۔ده ووئيل هندتوا او هندو مذهب كښې فرق شته،افسوس سره وائيم چې هندتوا سوچ په ټول هند كښې خپريږي۔ده ووئيل نتیش کمار په نفرت كښې د مسلماني لور نقاب كوز كړې چې ورسره د هند سیکولر مخ په ډاګه شوے۔ده ووئيل په وړومبي ځل وزیراعظم په وزیراعظم هاؤس كښې د کرسمس دستوره كړي دغسې فیلډ مارشل ههم په کرسمس كښې چرچ ته تللې او دا د دې خبري باور دے چې پاکستان د ټولو دے او ټولو ته د خپل مذهبی ژوند بشپړه حق ترلاسه دے۔

مزید خبریں