وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام شانګله پوهنتون كښې جديد ډیجیټل سمارټ کلاس رومز پرانسته وكړه

پېښور 03 جنوري (اے پي پي) د کشمیر، ګلګت بلتستان او سیفران چارو وفاقي وزير او د پاکستان مسلم لیګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام د خالي په ورځ شانګله پوهنتون كښې د جديد ډیجیټل سمارټ کلاس رومز پرانسته وكړه۔په دې موقع د پوهنتون وائس چانسلر پروفیسر ډاكټر سردار خان هم موجود وو دغسې د فیکلټي غړي، انتظامی افسران او زدكونكي هم ګڼ شمير كښې موجود وو۔افتتاحی دستوري …

پېښور 03 جنوري (اے پي پي) د کشمیر، ګلګت بلتستان او سیفران چارو وفاقي وزير او د پاکستان مسلم لیګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام د خالي په ورځ شانګله پوهنتون كښې د جديد ډیجیټل سمارټ کلاس رومز پرانسته وكړه۔په دې موقع د پوهنتون وائس چانسلر پروفیسر ډاكټر سردار خان هم موجود وو دغسې د فیکلټي غړي، انتظامی افسران او زدكونكي هم ګڼ شمير كښې موجود وو۔افتتاحی دستوري ته وينا كښې وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام ووئيل د جدید دور تقاضو له مخې تعلیمی ادارو كښې ډیجیټل سهولیات وركول د وخت مهم ضرورت دے۔ډیجیټل سمارټ کلاس رومز سره به زدكونكو ته جدید ټیکنالوجی د لارې معیاری تعلیم ترلاسه شي او د تحقیق و تدریس عمل به ښه شي۔ده ووئيل حکومت د اعلیٰ تعلیم ودي او تعلیمی سهولیات ښه والي لپاره ګامونه پورته كوي۔ وائس چانسلر پروفیسر ډاكټر سردار خان د وفاقی وزیر مننه كولو سره ووئيل شانګله پوهنتون كښې ډیجیټل سمارټ کلاس رومز جوړول د تعلیمی معیار ښه كولو كښې مهم کردار ترسره كړي۔ده ووئيل دې جدید سهولت سره به استاذانو او زدكونكو ته جدید تدریسی تګلارو څخه د استفادہ کولو موقع ترلاسه شي۔د دستوري په آخر خاص ميلمه د پوهنتون د بېلو څانګو دوره وكړه او تعلیمی هلو ځلو كښې ئې خوښي ولرله۔

مزید خبریں