د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې د اقتصادي انتظامي اصلاحاتو په اړه د كمېتۍ غونډه

اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې د اقتصادي انتظامي اصلاحاتو په اړه د كمېتۍ د وړومبۍ غونډې مشري كړې۔ د زيارت په ورځ د نائب وزيراعظم آفس لخوا د جاري بيان له مخې په غٶنډه كښې د توان، سماجي څانګې او ګورننس پشمول په بېلو څانګو كښې د حكومت د جامع اقتصادي منصوبو نفاذ لپاره …

اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې د اقتصادي انتظامي اصلاحاتو په اړه د كمېتۍ د وړومبۍ غونډې مشري كړې۔ د زيارت په ورځ د نائب وزيراعظم آفس لخوا د جاري بيان له مخې په غٶنډه كښې د توان، سماجي څانګې او ګورننس پشمول په بېلو څانګو كښې د حكومت د جامع اقتصادي منصوبو نفاذ لپاره په راتلونكې لائحه عمل غور وكړې شو په دې لړ كښې د منصوبه بندۍ کميشن او نورو وزارتونو په كردار تفيصلي خبرې وشوې۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير دې څانګو ته د پام ګرځولو په اهميت زور راوړو كومې چې زيات تېز او جامع اقتصادي ترقۍ لپاره محرك ثابتېدې شي۔ په غونډه كښې د منصوبه بندۍ وفاقي وزير،د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه، د اېن سي اېس آئي اېف سي، سيکريټري د منصوبه بندۍ او نورو لوړ پورو ګډون كړې او د خزانې وزير٬ د اقتصادي چارو ډويژن او د موسمياتي بدلون وزير په غونډه كښې آنلائن ګډون كړې