پاکستان او هند د جوهري تنصيبات او سهوليات فهرستونو په كلن بنيادونو تبادله

اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي) پاکستان او هند د جوهري تنصيبات او سهوليات فهرستونو په كلن بنيادونو تبادله کړې ده، دا تبادله د پاکستان او هند ترمينځه په جوهري تنصيبات او سهوليات د بريدونو ممانعت په اړه د لوظنامي ترمخه شوې۔ د زيارت په ورځ د خارجه وزارت د اړخه جاري بيان له مخې دواړو هېوادونو د يو بل جوهري تنصيبات او سهوليات تفصيلات تبادله کړې ده۔ پاکستان …

اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي) پاکستان او هند د جوهري تنصيبات او سهوليات فهرستونو په كلن بنيادونو تبادله کړې ده، دا تبادله د پاکستان او هند ترمينځه په جوهري تنصيبات او سهوليات د بريدونو ممانعت په اړه د لوظنامي ترمخه شوې۔ د زيارت په ورځ د خارجه وزارت د اړخه جاري بيان له مخې دواړو هېوادونو د يو بل جوهري تنصيبات او سهوليات تفصيلات تبادله کړې ده۔ پاکستان كښې موجود جوهري تنصيبات او سهوليات فهرست اسلام آباد كښې د هند هائي کميشن يو نمائنده ته حواله كړې دغسې دا مهال د هند خارجه وزارت د هند جوهري تنصيبات او سهوليات فهرست نوي ډيلي كښې د پاکستان هائي کميشن نمائنده له وركړې۔ بيان له مخې دا تبادله د پاکستان او هند ترمينځه جوهري تنصيبات او سهوليات د بريد ممانعت په اړه د لوظنامې له مخې شوي چې له مخې دواړه هېوادونه هر كال په 01 جنوري د لوظنامي دائره کار كښې د خپلو جوهري تنصيبات او سهوليات څخه د يو بل خبرولو پابند دي، دا معاهده په 31 دسمبر 1988 ترسره شوې وه او په 27 جنوري 1991 نافذ العمل شوې دغسې دواړه هېوادونه د 01 جنوري 1992 څخه باقاعدګۍ سره د فهرستونو تبادله کوي