نائب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې ځائې ريفائنريز كښې جوړويدونكي پټرول كښې د ايتھنول آميزش په اړه په تجويز غونډه

اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار ځائې ريفائنريز كښې جوړيدونكي پټرول كښې د ايتھنول آميزش په اړه په تجويز د يوې غونډي مشري وكړه۔د زيارت په ورځ د نائب وزيراعظم د دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې د اوګرا چيئرمين غونډي ته په دې تجويز بريفنګ وركړو۔تفصيلي غور و خوض نه پس کمېټۍ سفارش وكړو چونکه دا مهال …

اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار ځائې ريفائنريز كښې جوړيدونكي پټرول كښې د ايتھنول آميزش په اړه په تجويز د يوې غونډي مشري وكړه۔د زيارت په ورځ د نائب وزيراعظم د دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې د اوګرا چيئرمين غونډي ته په دې تجويز بريفنګ وركړو۔تفصيلي غور و خوض نه پس کمېټۍ سفارش وكړو چونکه دا مهال د ايتھنول بيعه د پټرول په مقابله كښې زياته ده،دې لپاره ريفائنريز او ايتھنول جوړونكي صنعت لپاره په مالي توګه د عمل وړ شرط سره د ايتھنول رضاکارانه آميزش پاليسي به اختيارولې شي۔اوګرا ته سپارښتنه وشوه چې د ايتھنول برآمدات او په ځائې توګه جوړيدونكي پټرول كښې د دې آميزش مالي اړخونو په درې مياشتنيز بنيادونو جاج واخلي او خپل رپورټ پټروليم ډويژن د لارې وزيراعظم آفس ته وړاندې كړي۔په غونډه كښې د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه، سيکريټري پټروليم، سيکريټري صنعت و پيداوار، چيئرمين اوګرا، پاکستان ايتھنول مينوفيکچررز ايسوسي ايشن او پاکستان آټو موټو مينوفيکچررز ايسوسي ايشن نمائندګانو ګډون وكړو