اسلام آباد۔1جنوری(اے پی پی) د ګلوبل اكناكم ګيلپ سروے تازه نتيجو له مخې پاكستان د كال 2026 په پېل د اقتصادي سوكالۍ او امن حوالې سره د هند په مقابله كښې غوره كاركردګي ښودلې ده۔ دا سروے په 60 هېوادونو كښې وكړې شوه او په دې كښی رامخې ته شوې شمېرې د پاكستاني اولس د اعلی اميد او باور عكاسي كوي۔ د سروے له مخې په پاكستان كښې نزدې 51 …
ګلوبل اكنامك ګيلپ سروے ٬ پاكستان هند وروستو پريښود٬ د كال 2026 په پيل د مثبت اقتصادي او امن اميد
اسلام آباد۔1جنوری(اے پی پی) د ګلوبل اكناكم ګيلپ سروے تازه نتيجو له مخې پاكستان د كال 2026 په پېل د اقتصادي سوكالۍ او امن حوالې سره د هند په مقابله كښې غوره كاركردګي ښودلې ده۔ دا سروے په 60 هېوادونو كښې وكړې شوه او په دې كښی رامخې ته شوې شمېرې د پاكستاني اولس د اعلی اميد او باور عكاسي كوي۔ د سروے له مخې په پاكستان كښې نزدې 51 فیصد وګړي د نوي كال حوالې سره پر اميد دي او په هند كښې دا شرح يوازې 39 فيصده ده۔ د عالمی اوسط په مقابله كښې دا 24 فيصده څخه هم زياته ده۔ د اقتصادي سوكالۍ حوالې سره 53 فيصده پاكستاني وګړي كال 2026 يو سوكالۍ كال ګڼي۔ د امن حوالې سره هم پاكستان غوره كاركردګي ښودلې ده۔ د 52 فیصده پاكستانيانو دا خيال دے چې په پاكستان كښې به امن زيات شي۔ په هند كښې دا شرح يوازې 26 فيصده ده۔ د سروے له مخې پاكستان په نړيواله كچه په درې مهمو پېمانو مجموعي اميد ٬ اقتصادي سوكالۍ او د امن توقع كښې اوسط څخه ههم زياته ښه كاركردګي ښودلې ده او په دې كښې يۍ دوه پېمانو كښې هند وروستو پرېښودلے دے۔










