د پاكستان د اقتصادي پرمختګ روښانه سفر ٬ په زرعي او نورو مهمو څانګو كښې په زړه پورے پيشرفت روان دے

اسلام آباد۔1جنوری (اے پی پی) د پاكستان معيشت د تېر كال په مقابله كښې د ښكاره بهترۍ او ترقۍ څرګندونه كولو سره مثبت جهت پلو روان شوے دے۔ د چارواكو له مخې د اېس آئی اېف سی ستراتيجيكي پالېسي اصلاحاتو په زړه پورې مېوې د هېواد په معيشت كښې په ښكاره توګه ليدلې شي چې ورسره اقتصادي استحكام ٬ د سرمايه كارۍ موقعې او د صنعتي او زرعي څانګو نمو …

اسلام آباد۔1جنوری (اے پی پی) د پاكستان معيشت د تېر كال په مقابله كښې د ښكاره بهترۍ او ترقۍ څرګندونه كولو سره مثبت جهت پلو روان شوے دے۔ د چارواكو له مخې د اېس آئی اېف سی ستراتيجيكي پالېسي اصلاحاتو په زړه پورې مېوې د هېواد په معيشت كښې په ښكاره توګه ليدلې شي چې ورسره اقتصادي استحكام ٬ د سرمايه كارۍ موقعې او د صنعتي او زرعي څانګو نمو زياته شوې ده۔ د روان مالي كال په مهال د هېواد جي ډي پي كښې 3.71 فیصد اضافه ريكارډ كړې شوه كومه چې د تېر كال په مقابله كښې 2.15 فیصده زياته ده۔ د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال له مخې په صنعتي څانګه كښې 9.38 فیصد شرح نمو ريكارډ كړې شوه كومه چې د تېر مالي كال يوازې 0.12 فیصد ترقۍ په مقابله كښې د معاشي عروج ښكاره علامت دے۔ په زرعي څانګه كښې 2.89 فیصد او لائیو سټاک كښې 6.29 فیصد اضافه د هېواد د معيشت د مستحكم او متوازن پرمختګ ضمانت دے۔ په مېنوفېکچرنګ سېکټر كښې 5.78 فیصد اضافه، آټوموبائل او ټرانسپورټ كښې په ترتيب سره 84.6 فیصد او 40.7 فیصد په زړه پورې نمو ريكارډ كړې شوه۔ دغسې په مالي او انشورنس څانګه كښې 10.36 فيصد اضافه وليدلې شوه۔ د اېس آئی اېف سی دوراندیش، بصیرت افروز او نتیجه وركوؤنكې تګلاره د پاكستان تلپاتي اقتصادي پرمختګ ته يو نوے جهت وركوي او هېواد لپاره د يو روښانه اقصتادي سباؤن بنياد كېږدي۔