د امريكائي ښار نيويارك اولني مسلمان ميئر ظهران ممداني سوګند پورته كړو

نیویارک۔1جنوری(اے پی پی) د امریکی نيويارك ښار نوي ټاكلي شوي اولني مسلمان ميئر ظهارن ممداني د خپلې چوكۍ سوګند پورته كړو۔ د فرانسیسی خبر رسنې ادارې اے اېف پي له مخې 34 كلن ظهران ممداني د كال 2026 جنورۍ مياشتې په اولنۍ نېټه يو متروك سب وے سټېشن كښې سوګند پورته كولو سره د امريكا تر ټولو لوي ښار د مشرۍ ذمه واري په غاړه واخسته۔ هغه د نيويارك اولنے …

نیویارک۔1جنوری(اے پی پی) د امریکی نيويارك ښار نوي ټاكلي شوي اولني مسلمان ميئر ظهارن ممداني د خپلې چوكۍ سوګند پورته كړو۔ د فرانسیسی خبر رسنې ادارې اے اېف پي له مخې 34 كلن ظهران ممداني د كال 2026 جنورۍ مياشتې په اولنۍ نېټه يو متروك سب وے سټېشن كښې سوګند پورته كولو سره د امريكا تر ټولو لوي ښار د مشرۍ ذمه واري په غاړه واخسته۔ هغه د نيويارك اولنے مسلمان ميئر دے۔ ظهران ممدانی په قرآن پاك سوګند پورته كړو۔ خبريالانو سره خبرو كښې ده ووئيل دا زما د ژوند تر ټولو لوے اعزاز دے۔ ده ښار لپاره د يو تجربه كار سټی پلانر مائیک فلن د نيويارك نوے ټرانسپورټېشن کمشنر تعينات كولو اعلان وكړو۔ په یوګنډا كښې پېدا شوے 34 كلن ظهران ممداني د نيويارك سټي تر ټولو كم عمر لرونكے ميئر دے۔ د نیویارک بجټ 116 ارب ډالر دے۔ ده په 4 نومبر شوو د ميئر ټاكنو كښې پخواني ګورنر اېنډریو کومو ته ماتې وركولو سره تاريخي كاميابي ترلاسه كړې وه۔ دده په انتخابي وعدو كښې وېړيا بس سروس ، یونیورسل چائلډ کېئر، ګروسری سټورز، کرایه کنټرول هاؤسنګ كښې پراختيا او تر كال 2030 د لږ تر لږ اجرت د ساعت په سار تر 30 ډالر رسول شامل دي۔

مزید خبریں