سعودي خارجه وزير سره د فلسطيني نائب صدر ملاقات ٬ د غزه او لوئيديزې غاړې په وضعيت د خيالاتو څرګندونه

ریاض ۔1جنوری(اے پی پی) سعودی خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان سره په رياض كښې د فلسطيني اتھارټي نائب صدر حسين الشېخ ملاقات كړے دے۔ د اېس پي اے له مخې په ملاقات كښې د غزه او لوئيديزې غاړې په وضعيت د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې مهال د غزه و ګړو ته په پېښو سنګينو مسئلو٬ د اسرائيل لخوا د جنګ بندۍ په پرله پسې خلاف ورزيو او په …

ریاض ۔1جنوری(اے پی پی) سعودی خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان سره په رياض كښې د فلسطيني اتھارټي نائب صدر حسين الشېخ ملاقات كړے دے۔ د اېس پي اے له مخې په ملاقات كښې د غزه او لوئيديزې غاړې په وضعيت د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې مهال د غزه و ګړو ته په پېښو سنګينو مسئلو٬ د اسرائيل لخوا د جنګ بندۍ په پرله پسې خلاف ورزيو او په لوئيديزه غاړه كښې په روان اسرائيلي جارحيت هم خبرې وشوې۔ له كوم تعطل او خنډ پرته د بشري مرستې رسنې باوري كېدو ٬ د فلسطيني اتھارټي فنډز اجراﺀ ٬ د فلسطيني بنكنګ نظام تحفظ ٬ د صدر ټرمپ غزه امن منصوبې عملي كولو او د فلسطيني صدر محمود عباس لخوا پېل كړې شوې اصلاحاتي پروګرام لپاره د مملكت لخوا د ملاتړ په اهميت زور راوړلے شو۔ په ملاقات كښې د فلسطيني اولس جائز حقونو باوري كولو حوالې سره په روانو هڅو ٬ كومو كښې چې د يو خپلواكه فلسطيني رياست چې پلازمينه يۍ ختيز يروشلم وي ٬ هم خبرې وشوې۔ په دې موقعه د خارجه وزير د سياسي چارو سلاكار شهزاده مصعب بن الفرحان او د خارجه وزارت عهدېدار ډاكټر منال رضوان هم موجود وه۔

مزید خبریں