اسلام آباد۔01 جنوري (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د پاكستان اولس ٬ بهر هيوادونو كښې ميشته پاكستانيانو او نړيوالې ورورولۍ ته د نوي كال مباركي وركولو سره وئيلي دي پاكستان به د نړيوالې ورورولۍ د يو ذمه وار غړي ٬ دامن داعي او د استحكام ضامن په توګه د دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه تړون د لارې خپل كردار ترسره كوي۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا …
پاكستاني اولس ٬ بهر هيوادونو كښې ميشته پاكستانيانو او نړيوالې ورورولۍ ته د نوي كال مباركي ٬ پاكستان به په نړيواله كچه د ګڼ اړخيزه تړون د لارې خپل كردار ترسره كوي: د صدر مملكت آصف علي زرداري د نوي كال 2026 په موقع پيغام
اسلام آباد۔01 جنوري (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د پاكستان اولس ٬ بهر هيوادونو كښې ميشته پاكستانيانو او نړيوالې ورورولۍ ته د نوي كال مباركي وركولو سره وئيلي دي پاكستان به د نړيوالې ورورولۍ د يو ذمه وار غړي ٬ دامن داعي او د استحكام ضامن په توګه د دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه تړون د لارې خپل كردار ترسره كوي۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د كال 2026ﺀ په موقع خپل پېغام كښې ووئيل پاكستان هند سره د كشميري اولس د خپلواكۍ حق په شمول ټول تصفيه طلب چارې د نړيوالو لوظونو له مخې په سولييز ډول حل كولو له چمتؤ دے۔ مونږ افغانستان څخه هم غوښتنه كوو چې هغه هم لوظنامې احترام وكړي او افغان خاوره د ګاونډي هېوادونو په كارول كېدو له ورنكړي۔ ده ووئيل لكه څنګه چې مونږ په كال 2026ﺀ كښې او د روانې پېړۍ په دويمه څلورمه برخه كښې داخلېږؤ زه د پاكستان اولس ٬ بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو او نړيوالې ورورولۍ له د زړه له كومي مباركي وركوم او هغوي لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كوم۔ صدر مملكت ووئيل چې مونږ خپلې 79مې د آزادۍ ورځې ته نزدې كيږؤ نو دا ګھړۍ بايد د قومي خود احتسابۍ او اجتماعي عزم وي۔ ده ووئيل مونږ په داسې دور كښې ژوند كوو كوم چې د جنګونو ٬ شخړو ، پراکسی جنګونو ، انتها خوښۍ ، اسلاموفوبیا، فسطائيت ٬ معاشي بې يقينۍ ٬ هنګامي صورتحال ٬ د خوراك او د اوبو عدم تحفظ ٬ د غلطو معلوماتو خپرولو او د سخت سماجي تقسيم دے ٬ پاكستان دے چېلنجونو څخه محفوظ نه دے ولې مونږ بې وسه هم نه وو ٬ يو موټې كېدو ٬ استقامت ٬ تخليقي صلاحيت او يقين سره مونږ په دې ستونزو قابو موندلې شوو۔ صدر مملكت ووئيل تعليم ٬ صحت ٬ ځوانانو ٬ تخليقي څانګو ٬ مصنوعي ذهانت او رامخې ته كېدونكې ټېكنالوجۍ كښې سرمايه كاري زمونږ بقا لپاره زياته ضروري ده۔ ده ووئيل موسمياتي بدلون اوس د قومي سلامتيا چېلنج جوړ شوے دے۔ ماحولياتي مطابقت به د زيانونو ازالې سره مخ په وړاندې بوتلل وي۔ ده ووئيل مونږ له به هر ډول انتها خوښي مسترد كول وي۔ ده ووئيل زه ټولو سياسي قوتونو ته اپېل كوم چې هغه دې د اولس بهترۍ لپاره په پارليمان كښې تعميري كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل كوم هم سياسي مقصد بايد دښمن قوتونو په لاس ونه كارولې شي كوم چې د پاكستان استحكام ته زيان رسول غواړي يا د ترهګرۍ سرپرستي كوي۔ صدر مملكت ووئيل دا وخت د ماحول ناوړه كولو٬ حرارت پېدا كولو نه بلكې د رڼا پېدا كولو دے۔ صدر مملکت ووئيل پاكستان محاذ آرائي نه بلكې همكارۍ ته اړتيا لري۔ ده ووئيل د تېر كال په پېل كښې پاكستان د سلامتيا يو سنګين چېلنج سره مخ شو۔ د اولس يووالي او زمونږ د وسله والو ځواكونو پېشه ور مهارت سره مول د خپلواكۍ دفاع باوري كړه۔ ده ووئيل زه په دې خبره زور راوړم چې د هند لخوا اوبه د ھتھيار په توګه كارول نه يوازې په نړيواله كچه د تسليم شوې لوظنامې بلكې د نړيوال قانون هم خلاف ورزي ده۔ پاكستان ددې مسئلې د ټولو ممكنه ذريعو دلارې د پورته كولو حق لري۔ صدر مملکت ووئيل د دې پېړۍ په څلورو كښې د دويمې برخې په پېل مونږ د یوکرېن-روس جنګ په شمول د ټولو نړيوالو شخړو ختمېدو هيله لرؤ۔ مونږ فلسطيني اولس سره د خپل نه بدلېدونكي ملاتړ پخے كوو او د هغوي د دې حق بشپړ تائيد كوو چې هغوي دې يو آزاد او خپلواكه رياست جوړ كړي د كوم پلازمينه چې القدس الشريف وي۔ ده ووئيل دعا وكړه چې نوے كال دے د غصې په ځايې د تحمل ٬ د تقسيم په ځاې د يو والي او د مايوسۍ په ځايې د نوي اميد كال وي۔










