كال 2025ﺀ به د پاكستان په تاريخ كښې په زرينو ټكو ليكلې شي ٬ وسله والو ځواكونو او قوم دښمن په خپلو عزائمو كښې ناكامه كولو سره په معركه حق كښې تاريخ رقم كړو: د وزيراعظم شهباز شريف د نوي كال په پيل پيغام

اسلام آباد۔01 جنوري (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف اولس ته د نوي كال مباركي وركولو سره وئيلي دي چې كال 2025ﺀ به د پاكستان په تاريخ كښې په زرينو ټكو ليكلې شي ٬ وسله والو ځواكونو او قوم دښمن په خپلو عزائمو كښې ناكامه كولو سره په معركه حق كښې تاريخ رقم كړو٬ پاك پروردګار دے وكړي چې د نوي كال هره ورځ د هېواد د سلامتيا او قومي …

اسلام آباد۔01 جنوري (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف اولس ته د نوي كال مباركي وركولو سره وئيلي دي چې كال 2025ﺀ به د پاكستان په تاريخ كښې په زرينو ټكو ليكلې شي ٬ وسله والو ځواكونو او قوم دښمن په خپلو عزائمو كښې ناكامه كولو سره په معركه حق كښې تاريخ رقم كړو٬ پاك پروردګار دے وكړي چې د نوي كال هره ورځ د هېواد د سلامتيا او قومي هم آهنګۍ په څير اقدار لا مضبوط كړي او دا كال د معاشي سوكالۍ ٬ سماجي او ټولنيزې خوشحالۍ زېرې وګرځي۔ دشورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د نوي كال 2026 په پېل خپل پېغام كښی وزيراعظم قام لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره ووئيل قام ته دې د نوي كال خوشحالۍ مباركې وي۔ ده دعا وكړه چې پروردګار دے وكړي چې د نوي كال هره ورځ د هېواد د سلامتيا او قومي هم آهنګۍ په څير اقدار لا مضبوط كړي او دا كال د معاشي سوكالۍ ٬ سماجي او ټولنيزې خوشحالۍ زېرې وګرځي۔ وزیر اعظم ووئيل كال 2025ﺀ به د پاكستان په تاريخ كښې په زرينو ټكو ليكلې شي ٬ وسله والو ځواكونو او قوم دښمن په خپلو عزائمو كښې ناكامه كولو سره په معركه حق كښې تاريخ رقم كړو۔ ده ووئيل كه پاك پروردګار ته منظور وي قام به خپلو مېړنيو او صلاحيت لرونكو ځواكونو سره د هېواد په دفاع كښې تل مضبوط دېوال ثابتېږي۔ ده ووئيل تېر كال د ترهګرۍ په بريدو كښې خپل مورني وطن لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركولو شهيدانو ته هم د ټول قام لخوا په نن ورځ خصوصي پېرزوئنې وړاندې كوو۔ ده ووئيل حكومت د هېواد معاشي سوكالۍ لپاره هره ممكنه هڅه كوي او اوسنيو معاشي اشاريو كښی بهتري د حكومت د درست او مثبت جهت عكاسي كوي۔ ده ووئيل د نوي كال په موقع لاس په دعا يوو چې پاك پروردګار دے وكړي چې هره يوه اكائي دې په ګرده نړۍ كښې د انسانيت عزت ٬ احترام ٬ تحفظ ٬ امن ٬ سلامتيا ٬ هم آهنګۍ ٬ روادارۍ او د ګډ سوليز ژوند په څير اقدارو ته وده وركولو له مثبت كردار ترسره كړي۔ وزیر اعظم ووئيل حكومت د دې عهد پخلے كوي چې هغه به سيمه ايز او نړيوال امن لپاره خپلې مخلصانه هڅې روانې ساتي۔ ده ووئيل په ننۍ ورځ زه د پاكستاني حكومت او اولس لخوا د كشمير او فلسطين مظلوم اولس لپاره د خېر سګالۍ د جذبو څرګندونه كوم۔ ده دعا وكړه چې پاك پرورګار دے پاكستان د ترهګرۍ ٬ فرقه واريت ٬ جرمونو او معاشرتي تقسيم په څير شرونو څخه محفوظ وساتي او پاكستان دې په راتلونكو كلونو كښې د معاشرتي او سياسي همغږۍ ٬ سوكالۍ او استحكام مركز جوړ كړي۔

مزید خبریں